'د پاتې وزيرانو د پېژندنې هڅې کړندۍ شوې'

کرزى
Image caption ولسي جرگې ولسمشر کرزي ته خبردارى ورکړى چې که د کابينې پاتې غړي ورمعرفي نه کړي نو دوى به په جرگه کې برخه وانه خلي

افغان ولسمشر حامد کرزي د وزيرانو يوې کمېټې ته دنده سپارلې چې ولسي جرگې ته د پاتې ١١ وزيرانو د ور معرفي کولو لپاره زمينه برابره کړي.

دا کمېټه به د ولسمشر کرزي له لارښوونې سره سم د جرگې له مشرتابه پلاوي او غړو سره د يوه تفاهم لپاره کار کوي او وکيلانو ته به د ولسمشر کرزي نظريات رسوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر نه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ولسمشر کرزي دغې کيمټې ته د وزيرانو د شورا په وروستۍ غونډه کې سپارلې ده .

خو لا نه ده معلومه چې دغه کمېټه د کابينې د پاتي وزيرانو د معرفي کولو لپاره څه ډول زمينه برابروي .

ولسې جرګې ولسمشر کرزي ته خبردارى ورکړى چې که د کابېنې پاتي وزيرا ن د باور د رايې د اخيستلو لپاره ورمعرفي نکړي نو د سولې په مشورتي جرگې چې په را روانه اونۍ کې په کابل کې جوړه شي،برخه وانخلي.

ولسي جرگې له تېرو څو ورځو راهېسې د همدغې ستونزې له امله د احتجاج ډول په رسمي غونډه کې خبرې نکوي .

افغان حکومت څو مياشتې د مخه ولسي جرگې ته ٢٤ نوماند وزيران ور وپيژندل چې يوازې ١٣يې له جرگې د باور رايي ترلاسه کړي .

ولسمشر کرزي د پاتې نورو وزارتونو لپاره سرپرستان ټاکلي دي .

ورته مطالب