ICRC: په افغانستان کې جګړې د روغتيايي ستونزو لامل دي

افغانستان
Image caption افغانستان کې په دې وروستيو کلونو کې جګړو زور اخيستی چې ورسره د جګړې د قربانيانو شمېرې هم مخ پر ډېرېدو دي.

د سره صليب نړېوالې کمېټې په يوې ويناپاڼه کې په افغانستان کې روغتيايي اسانتياو ته د خلکو د لاسرسي په هکله اندېښنه ښوولې ده .

سره صليب په جگړه ځپلو سيمو کې نښتې ، ماينونه او د لارو بنديدل، روغتونونو ته د ټپيانو د نه رسېدو مهم لاملونه بللي دي.

په ويناپاڼه کې راغلي، جگړه د روغتيايي اسانتياو د رسولو لپاره تر ټولو لوى خنډ ده او ان په ځينو سيمو کې يې لومړنيو روغتيايي اسانتياوو ته هم د خلکو لاسرسۍ گران کړى دى.

سره صليب د افغاني سرې مېاشتې د يوه رضاکار له خولې ويلي، کله ناکله له جگړې وروسته هم نه شي کولای چې له ځينو سيمو څخه ټپيان روغتون ته ورسوي، ځکه چې ماينونه، د لارو بندېدل اوعمومي امنيتي وضعيت د دوى د فعاليتونو پر وړاندې خنډ گرځي.

له دې سره جوخت د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د لومړي ځل لپاره په ټول هېواد کې د مړينې د کچې د علتونو د معلومولو په اړه د يوې نوې سروې د پيلېدو خبر ورکړى دى.

دوى وايي په نوې سروې کې به نه يوازې د عادي ناروغيو ، بلکې د جگړې او ماينونو له کبله د مړېنې کچه هم وارزول شي او دا به د دوى په راتلونکو پلانونو کې مهم رول ولوبوي.

افغان چارواکي ادعا کوي چې نژدې اتيا په سلو کې افغانان لومړنيو اساسي روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري ، خو د روغتيا نړيوال سازمان وايي لا هم سلگونه زره افغانان له روغتيايي اسانتياوو بي برخي دي چې ډېر يې په ناامنه سيمو کې دي.