ستاسې غږ:د ځمکو او څړځايونو پر سر شخړې

غرونه

د کوچيانو او هزاره ګانو تر منځ د څرځايونو او ځمکو پر سر شخړې په دې وروستيو څو کلونو کې خورا پېچلې شوې دي.

د اوړي په رانژدې کېدو او شمال لور ته خپلو دوديزو ورشوګانو او څړځايو ته د کوچيانو له روانېدو سره يو ځل بيا د افغانستان په ځېنو مرکزي سيمو کې د کوچيانو او په سيمه کې د مېشتو هزاره ګانو تر منځ شخړو زور واخيست.

د ميدان وردګو ولايت د بهسودو او دايميرداد په ولسواليو کې دواړه خواوې د ځمکې او څړځايونو د ولکې پر سر ونښتل او دواړو لورو ته زيانونه هم واوښتل.

کوچيان وايي په سيمه کې پراته هزارګان يې خپلو دوبنيو مېنو، ځمکو او څړځايو ته ، نه ور پرېږدي .

دغه راز دوی وايي دغه ځمکې او څرځايونه يې يا په بيه اخيستې او يا پخوانيو واکمنو ورکړي او دوی يې د ملکيت پاخه اسناد لري.

په سيمه کې مېشت هزاره ګان وايي اوس د دوی خپل شمېر ډېر شوی او د سيمې ځمکې او څړځايونه آن په خپله د دوی اړتياوې نه شي پوره کولای.

دوی کوچيان پر خپلو کروندو او کليو باندې پر تېري تورنوي.

دا لانجه اوس له څو کلونو راهيسې روانه ده. د افغان حکومت يې د حل په نيت يو کمېسيون ټاکلی، خو ستونزه د هرکال په تېرېدو له بده بدتره شوې ده.

دواړه غاړې حکومت ګرم ګڼي چې د شخړې د حل پر ځای، هغه له يوه کاله بل ته ځنډوي.

ولسمشر حامد کرزي سږکال بيا فرمان ورکړی چې کوچيان دې بېرته را وګرځي، او داچې هغوی ته د مېشتېدو لپاره ځمکې ورکړل شي.

تاسې د دغې مسلې په اړه څه نظر لریء؟ ستاسې په اند به يې د حل معقوله او ټولو خواوو ته د منلو وړ لاره څه وي؟

خپل نظر او پوښتنه موږ ته په برېښناليک کې پر دې پتې راولېږیء: Pashto@bbc.co.uk او يايې د پاڼې په لاندې برخه کې ټاکل شوي ځای کې وليکئ او راويې لېږیء!

همدا راز کولای شئ د پنجشنبې پر ماښام مخامخ ستاسې غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړیء:

۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱

ستاسې برېښناليکونه:

احسان الله ستانکزی ، کابل:

دبی بی سی ټولو کارکونکو او اوریدونکو ته سلامونه: زما په نظر که کوچیان په بهسودو او دایمرداد کې د ځمکو اسناد ولري نو هزاره ګان سراسرۍ ظلم کوي او کېدی شي د دوی دا کار پخپله دوی ته هم ستونزې رامنځته کړي ځکه چی د دوی ډېری اکمالاتی لارې د پښتنو په سیمو تېرې شوي دي.

مسعود احمدزی ، ډنمارک:

کوچینان او هزاره ګان دواړه د افغانستان وګړي دي. دا یوه حقوقي مسله ده چې پکار ده په محکمه کې هواره شي، نه دې جنګسالارانو او سیاستوالو له خوا. ځمکې خو په کندهار، هلمند، بلخ، فاریاب او نورو ولایتو کې هم ډېرې دي، نو که په دغو سیمو کې د هزاره ګانو شمېر ډېریږي ، دا خو د دې مانا نه لري چې دوی دې هلته هم پر دولتي او د نورو خلکو پر ځکمو دعوا وکړي.

غلام الرحمن حبیب ، جلال اباد:

کوچیان تل په افغانستان کی خلکوته ستونزی زیږوي، کله یو ځای کله بل ځای خپل حق گڼي. پر دوی باندی هېڅ څوک ملامت ندي، څړځایونه دهغو خلکو حق دي چه په هماغه سيمه کې کې ژوند کوي.

عبدالمجید ، ناروې:

سلامونه، زه دومره وایم چې افغانستان د ټولو کور دی او هرڅوک کولای شي په هرځای کې چې غواړي ژوند وکړي. که هڅه دا وي چې د وردګو د ولایت له ځینو برخو نه پښتانه کوچیان و ایستل شي او سیمه د هزارګانو په سیمه واړول شي، دا د توکم پالنې یو عمل دی او ټول یې مخالف دي.

نور محمد ، کندهار:

که دا بې عدالتي روانه وي چې کریم خلیلي دې د کوچینانو پر ضد ګواښونه وکړې او په خپل سر د کوچیانو د شړلو خبره کوي، پړه یې ټوله د ولسمشرکرزي پرغاړه ده.

احمد ګل مومند، امریکا:

سلامونه: کوچیان پراخو ډاګونو ته اړتیا لري نه ځمکو ته. په هزاره جات کې له د ښتو او مېرو څخه ګټې اخیستو ته باید پرېښودل شي ، که دوی د ملکیت اسناد یا نور کوم اسناد نه لري ، نو حکومت دې پرې کلنی محصول وټاکي چې دوی یې پرې کړي.

ممریزمینه وال ، جلال اباد:

باید د کوچیانو اوهزاره گانوخپلمنځي لانجې دجرگو او مرکو له لاری حل شي ځکه چی جرگې اومرکې زموږ په هېواد لرغونی تاریخ لري اوهرافغان ورته درناوی کوي.

انځرګل ، کابل:

د کوچيانو د ستونزو حل :
١- په ټول افغانستان کې دې د کوچيانو شخصي جايدادونه ، چې د ملکيت قانوني اسناد يې لري بايد کوچيانو ته ورکړل شي اوکوچيانو ته دا موقع ورکړل شي چې په مرکزي افغانستان کې په خپلو ځمکو واړوي.
دا به ددې لامل شي چې زيات شمير کوچيان د کوچېتوب د حالت نه ووځي او کليوال ژوند پيل کړي.
٢- هغه کوچيان چې ځمکې نه لري د هغوی نومونه دې د يوې شفافې او رڼې پروسې له لارې ثبت او له څړځايونو او د اوبو له سرچينوسره نژدې دې ځمکې ورکړل شي ترڅو نوى ژوند پيل کړي.

ډاکټر فضل السبحان خوږیاڼی ، شیفیلد، انګلستان:

ایا د دغه سوال ځواب تر اوسه پوری ریښتیا ورک دی ؟ ایا لمر په دوو ګوتو پټیږي؟ دا ټول له پښتنو سره د دښمنۍ د روان بهیر یوه برخه ده.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .