سټېنلي مکريسټل: ايران د افغان دولت مخالفين روزي

مکريسټل
Image caption ښاغلی مکريسټل وايي هڅه کوي چې په افغانستان کې د ايران د هغو هڅو مخه ونيسي چې اورپکي پياوړي کوي.

په افغانستان کې دناټو او امريکايي ځواکونو قوماندان جنرال سټېنلي مکريسټل يو ځل بيا پر ايران تور پورې کړ چې افغان مخالفين په خپل هېواد کې روزي او وسلې ورکوي .

ښاغلي مکرسټل چې په افغانستان کې يې دناټو له ملکي استازي مارک سيډويل سره ګډې خبري ناستې ته وينا کوله وويل دوى په دې اړه پاخه او کره لاسوندونه لري:

((ايران د افغانستان گاونډى دى، طبيعي ده چې د نورو گاونډيانو په څېر ايران هم په افغانستان کې خپلې گټې لري .

دغه هېواد په يو شمېر برخو کې له اورپکو سره مرستې کوي،داسې کره شواهد شته چې په دې برخه کې د ايران فعاليت ښيي.

ايران په خپله خاوره کې طالبان روزي ،دغه راز موږ ليدلي چې له دغه هېواد څخه افغانستان ته وسلې هم راځي.

موږ اوس د ايران د دغو فعاليتونه د محدودولو په برخه کې کار کوو،او هڅه مو دا ده چې په راتلونکې کې يې مخه و نيسو.))

دغه راز ښاغلي مکريسټل د هېلمند د مارجې او نادعلي عملياتو ته اشاره وکړه او هغه يې خورا بريالي وبلل او زياته يې کړه د دوی هر پوځي ګام په افغانستان کې د سولې لپاره اخيستل کېږي.

تر دې وړاندې هم د امريکا يو شمېر لوړو پوړيو چارواکو ايران په افغانستان کې د اورپکو په ملاتړ تورن کړى و،خو ايران دغه تورونه رد کړي دي .

ښاغلي کريسټل او سيډويل دواړو د افغانستان د سولې د مشورتي جرګه له وسلوالو مخالفينو سره د سولې د خبرو اترو ښه پيل وباله.

مارک سيډويل د يکشنبې پر ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وويل دوى له نړيوالې ټولنې سره په گډه د افغان حکومت د دغو هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي سيډويل د چهارشبنې پر ورځ پيلېدونکې د سولې مشورتي جرگه د افغانانو لپاره مهمه وبلله او زياته يې کړه دوى په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د راتلو لپاره د هر ډول اقدام ملاتړ کوي:

((دا د افغانستان لپاره يوه مهمه اونۍ ده،په دې اونۍ کې به د سولې مشورتې جرگه وشي چې،په تېرو څو کلونو کې د خپل ډول له مهمو سياسي هڅو څخه يوه ده.))

Image caption ښاغلی سيډويل وايي د امريکا په مشرۍ نړيواله ټولنه د افغان حکومت د سولې او پخلاينې د هڅو ملاتړ کوي .

د سولې په مشورتي جرګه کې به څه کم دوه زره کسان ګډون کوي او پردې به خبرې کوي چې له مخالفينو يا طالبانو سره د خبرو اترو او سولې ميکانيزم جوړ کړي .

خو ښاغلي سيډويل افغانستان ته د سولې په راتګ کې د پاکستان ونډه مهمه وبلله او دايې هم وويل چې افغانستان او پاکستان دواړه د ترهګرۍ له ورته ګواښ سره لاس و ګرېوان دي .

هغه د پاکستاني امنيتي ځواکونو له لوري د افغان طالبانو د ځينو مشرانو نيولو په اشارې سره وويل ، دا مهمه نه ده چې څوک چېرته نيول کېږي بلکې ارزښت نيول شوی تن لري .