چارواکي : برګيمټال مو د لږ وخت لپاره پرې اېښې

Image caption د نورستان د برګيمټال ولسوالۍ تېره ورځ د حکومت له ولکې ووته.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان پر برګيمټال لاسبري کېږي. تېر دوبی يې امريکايي ځواکونه اړ کړل چې دغه سيمه د يوه لوی تاکتيک د يوې کوچنۍ برخې په توګه خوشې کړي .

د امريکا پوځي مشرتابه ويل چې دا کار د قوماندان جنرال سټېنلي مکريسټل د لارښوونې له مخې کېږي چې پام د کوچينو لري پرتو سيمو پر ځای پر لويو ښارونو او مرکزونو راټولوي .

له هغه وروسته د سيمې ساتنه د افغان پوليسو او ځايي رضاکارو پر غاړه وه چې پرون يې پرې يو ځل بيا طالبانو و لکه وکړه.

اوس د نوروستان والي جمال الدين بدر وايي، ځواکونو يې د سلګونو بهرنيو او کورنيو اورپکو تر فشار لاندې، برګيمټال بيا پرېښود، خو د لږ وخت لپاره :

(( څرنګه چې دلته مسکوني محلات دي، چارچاپېره د خلکو کورونه دي، خام کورونه ، چې دا و نه سوځېږي او عامو خلکو ته زيان وا نه وړي ددې لپاره زموږ ځواکونو تاکتيکي شاتګ کړی دی .))

د همدې تاکتيک له مخې به وي چې چارواکي وايي لري نه دي تللي او څنګ ته په جندول کې د بيا نيولو په هيله په څو ناست دي .

خو د پوځي چارو يو څېړونکی نيک محمد کابلی دا ډول تاکتيک خطرناک بولي :

((اول ناچاري ده بيا تاکتيک کېږي، کنه هېڅکله يو سړی نه غواړي چې داسې موقعيت له لاسه ورکړي ، دولت ته ډېره اسانه وه چې دا اوس يې ساتلی وای ، يانې تاکتيکي شاتګ خو ډېر اسان کار دی، خو د داسې غرنۍ او لري پرتې ځنګلي سيمې بېرته نيول ډېر اکمالات او قوت غواړي او بيا ډېر پېچلي تاکتيکي عمليات غواړي ، چې هغه به حتما له اوس څخه دولت ته ګران تمامېږي. ))

په ولسي جرګه کې د نورستان استازي هوا علم نورستانۍ په ولايت کې د ناکراۍ لاملونه ګڼ بولي چې تر ټولو لوی يې پخپله د حکومت له لاسه دی : (( اصلا هلته هغسې چې لازمه ده چې موږ پوليس او ملي پوځ ولرو ، ددې ځواکونو کمبوت پکې ډېر زيات دی . بل دا چې دا يو صعب العبوره ولايت دی، ځنګلونه لري، لارې يې ډېرې پرخم و پر پېچ او له نا امنۍ څخه ډکې دي ، دويمه خبره دا ده چې هلته شته مسولين اصلا خپلو دندو ته سم نه دي متوجه شوي ، دلته هلته خپلې شپې تېروي او خپل معاشونه او امتيازات اخلي او پخپل کار پسې ځي، ددې ولسوالۍ دفاع عوامو خلکو کړې ده .))

په نورستان کې دا پرمختياوې د حکومت خلاف د طالبانو د اعلان کړو عملياتو د بلې اونۍ په پيل کې شوې چې د کابل په ګډون پر څو سيمو له خونړيو بريدونو سره ملګري ول .

ښاغلی کابلی وايي نورستان د بريدونو په دې لړۍ کې په لوی لاس د يوې مهمې کړۍ په توګه غوره شوی دی : (( يو د وخت له نظره دوی په ډېر نازک وخت کې دغه ځای ونيو او بل دا چې پس له هغه چې امريکايانو د کونړ له کوړنګل ولسوالۍ څخه شاتګ وکړ ، کارپوهانو فکر کاوه چې له دې لاره دوی کولای شي چې نورستان تر تاثير لاندې راولي او اوس د نورستان له لارې کولای چې کاپيسا تر تاثير لاندې راولي او له کاپيسا څخه کولای شي کابل تر تاثير لاندې راولي . ))

د ښاغلي کابلي په باور طالبان پر ګڼو سيمو د همهاله بريدونو له لارې، دغه راز د کندهار له اټکل شويو عملياتو څخه بلې خوا ته د ځواکونو داړولو موخه هم لري .

او د سولې پر ژر کېدونکې جرګې يې هم اغېز له پامه نه شي غورځېدای .