افغانستان: د دوو مرستندويه ټولنو فعاليتونه ځنډول شوي

د چرچ ورلډ سرويس نښان
Image caption په چرچ ورلډ سرويس تور پورې شوی چې مسلمانان عيسويت ته ور اړوي.

دا تور لومړى په يوه تصويري ريپوټ کې چې يوې کوچنۍ خصوصي ټلوېزيوني شبکې خپور کړى، را برسېره شو.

په رپوټ کې پر هغو وگړو چې ناروېژي مرستنديو ټولنو – "چرچ ايډ" او "چرچ ورلډ سروېس" ته يې کار کاوه، تور لگېدلى چې مسيحيت ته د مسلمانانو په اړولو بوخت دي.

په افغانستان کې دغه ډول تور خورا جدي وي او ډېر حساسيت لري. د رپوټ تر خپرېدو وروسته د افغان سياستوالو له خوا د اندېښنو څرگندېدل پيل شول او د رسمي پلټنو غوښتنه کېده.

د دوشنبې پر ورځ د اقتصاد وزارت يوه وياند ويلي و چې ددغو دواړو ډلو په اړه پلټنه شوې او کار يې ځنډول شوى دى.

دواړو ادارو دغه تور رد کړى دى.

دوى وايي له ډېرو کلونوراهيسې يې په افغانستان کې کار کړى او هېڅکله يې هم مسيحيت ته د اړولو هڅه نده کړې.

د هغوى ډېرې چارې د ځايي افغان همکارانو له خوا ترسره کېږي.

د "چرچ ايډ" ناروېژي مرستندويې ټولنې يوه وياند بي بي سي ته وويل په افغانستان کې يې له ٥٠ کارکوونکو څخه يوازې درې بهرنيان دي.

پاتې يې ټول افغانان او مسلمانان دي. ددغې ادارې د تېر کال بودجه چې تر ډېره د کرنې، اوبو لگولو او روغتيا ساتنې په برخه کې کار کوي، لسو ميليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلې وه.