ولسي جرگه:د عيسويت د تبليغ مخنيوى دى وشي

د ولسي جرگې يوه څنډه
Image caption يو شمېر استازو دغې وېډيو ته له غوصې ډک غبرګون وښود او په عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو يې د پېښې د کره څېړنې غږ وکړ.

د افغانستان ولسي جرګې په هېواد کې د عیسوي دين د خپرېدو په اړه اندېښه وښوله او له امنيتي ځواکونو يې وغوښتل چې ددغو فعالیتونو په اړه پلټنه وکړي.

په افغانستان کې د عسیويت د خپريدو اوازې له هغه وروسته ګرمې شوې چې يوه خصوصي تلوېزوني چېنل داسې تصويرونه خپاره کړل چې په کې يو شمېر کسان افغانان ته د عسيوت تبليغ کيږي.

د افغانستان ولسي جرګه سره له دې چې د تيرې اوونۍ له پېله په اعتصاب ده نن يې په يوه ډول دغه چوپتيا ماته کړه .

د جرګې غړو نن هغه ويډيو وکتله او بحث يې پرې وکړ چې ظاهرآ په افغانستان کې يو شمېر بهرنیان افغانانو ته د عيسويت تبلیغ کوي .

يو شمېر استازو دغې وېډيو ته له غوصې ډک غبرګون وښود او په عدلي، قضايي او امنیتي ارګانونو يې د پېښې د کره څېړنې غږ وکړ.

د پارلمان غړو په افغانستان کې د عیسویت د خپرولو د ادعاو په اړه ويشلي نظرونه لرل ځينو يې ويل چې که چېرې په افغانستان کې خلک عیسويت ته اووښتي وي بايد تر پېژندلو وروسته د اسلامي قوانينو له مخې محاکمه شي.

يو شمېر نورو استازو بيا د موضوع د کره پلټنې غوښتنه کوله دوی په دې اند وو چې ځېنې کسان هڅه کوي له دې لارې په بهرنيو هېوادنو کې د مېشتېدو لپاره قانوني پناه واخلي.

په جرګه کې د کابل د خلکو استازي محمد محقق وویل هغه نادولتي موسسې چې د عېسويت په خپرولو کې لاس لري بايد له هېواده ووېستل شي ، خو ټينګار يې په دې وو چې بايد هڅه وشي د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ ناوړه پوهاوی رامنځته نه ش.

'' موږ کولی شو په دې برخه کې مشخص تصميم او جدي تدابير ونيسو د دې لپاره چې هم موږ له دې ستونزې خلاص شو او هم د افغانستان او نړيوالې ټولنې ترمنځ سوء تفاهم رامنځته نه شي او داسې ونه ښوول شي چې بهرنيان په افغانستان کې نه د سولې او نه هم د امنيت پروا لري بلکې د افغانستان د خلکو د مسحي کولو لپاره راغلي دي.''

څو ورځې وړاندې د افغانستان د اقتصاد وزارت عيسويت ته د افغانانو د اوړولو د ادعاوو په تړاوو د دوو نادولتي موسسو د جواز د لغوه کېدو خبر ور.

خو د افغانستان د لویې څارنوالي مرستيال فضل احمد فقيریار وايی چې د امنيتي ارګانونو پر مټ به دغه قضيه له بېخه وڅېړي.

د افغانستان نژدې ټول وګړی مسلمانان دي ، خو څو کاله وړاندې یوه افغان عيسويت ته د اووښتو اعلان وکړ چې له امله يې هغه مهال د افغانانو کلکه غوصه يې را وپايدله.

دا لا تر اوسه نه ده څرګنده چې عیسوي مبلغين تر کومه حده په افغانستان کې فعال دي او له کومو لارو خلک خپل دين ته ورربولي.

ورته مطالب