په غزني او خوست کې ځانمرگي بريدونه شوي

د غزني نقشه
Image caption د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي وروستى ځانمرگي د کابل-غزني پرلويه لار د نوروز خپلو په سيمه کې د يوه خصوصي امنيتي شرکت کاروان په نښه کړ

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي وروستى ځانمرگى بريد نن سهار( دوشنبه د اپريل 31 نيټه) په غزني ولايت کې د يوه خصوصي امنيتي کمپنۍ پر کاروان شوى دى.

وزارت په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي بريد د کابل-غزني پر لويه لار د نوروز خيلو په سيمه کې شوى چې د قدرت په نامه د يوه خصوصي شرکت يو کارکوونکى يې وژلى او درې نور يې ژوبل کړي دي.

بريد کوونکى د بايسيکل پر مټ چاودنه کړې ده .

اخوا په خوست ولايت کې بيا يو بل ځانمرگي اته پوليس او اووه ملکيان ژوبل کړي دي .

چارواکي وايي بريد کوونکي غوښتل خپل د چاوديدونکو توکو ډک گاډى د خوست ښار په کاران سراى سيمه کې د بيړنيو پيښو د پوليسو يوې قرارگاته ننباسې.

د کورنيو چارو وزارت په خپره شوې وينا پاڼه کې ويلي بريد کوونکى هدف ته تر رسيدو وړاندې د پوليسو له لورې په ډزو ووژل شو او چاودنه وشوه .

ويل کېږي چې په چادونه کې پېښې ته ورڅېرمه يوه ودانۍ هم زيانمنه شوې ده .

وزارت دغه دواړه بريدونه د افغان حکومت او افغانستان د دښمنانو کار بللى او په سختو ټکو کې يې غندلي دي .

معمولآ د دا ډول بريدونو ترشا د طالب وسله والو لاس بلل کېږي .

ورته مطالب