د سولې ملي مشورتي جرګې لپاره تیاری بشپړ شوی

وحيد عمر
Image caption افغان حکومت وايي د سولې ملي مشورتي جرګې ته رابلل شوي ټول استازي رارسيدلي دی.

افغان چارواکي وايي د سولې مشورتي جرگې لپاره تيارى بشپړې شويدي او ټاکل شوې چې جرگه سبا د چهار شنبې په ورځ په رسمي توگه د ولسمشر حامد کرزي لخوا پرانيستل شي .

په دغه درې ورځنى جرگې کې له ټول افغانستان نه شاوخوا ١٦ سوه تنه گډون لري ، خو د حکومت يو شمېر سياسي مخالفين لکه د ولسمشرۍ يو پخوانى کانديد عبدالله عبدالله وايي دى او ملگري يې گډون نه کوي .

وسله والو طالبانو او د گلبدين حکمتيار ډلو د اعلاميو د خپرولو له لارې هم جرگه رد کړې او بې گټې يې بللې ده .

په داسې حال کې چې د سولې د ملي مشورتې جرگې رسمي پرانيستې ته څو ساعته پاتې دي ويل کيږي چې را بلل شوي ټول برخه وال کابل ته رسيدلي .

دافغان د ولسمشر وياند وحيد عمر په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ټولو برخه والو ته نن او پرون د کاري تگلارې او اجنډا په اړه معلومات ورکړل شول .

جرگې ته له ټول افغاستان نه استازي ور بلل شوي چې د غوراوي په اړه يې له وړاندې يو لړ سر ټکونې او گيلې را پورته شوي خو اړوند چارواکي وايي جرگه وال د خلکو له خوا او يا د هغوى له خوا جرگې ته غوره شوي چې د هر قشر او ټولنې استازو ته په کې پام شوى ، په دغه برخه کې د حکومت د مخالفو وسله والو د ټاکل کيدو خبره هم د ولسمشر وياند وحيد عمر رد نه کړه ، خو د فيصدى په اړه يې څه و نه ويل.

جرگه وال به سبا د چهارشنبې په سهار د جرگې له پرانيستل کيدو وروسته د ولسمشر وينا اوري او ورپسې به د درې ورځنى جرگې د کار د پرمخ بيولو لپاره خپل مشر او اداري پلاوى گماري .

په افغانستان کې يو شمېر خلک د سولې د ټينگيدو لپاره دغه ډول هڅو ته هرکلى کوي ، خو په دغه هېواد کې لا له وړاندې يو ش

مېر کړىو او کسانو دغه جرگه بې گټې بللې .

د افغان حکومت د سياسي اپوزيسيون يو مشر او د ولسمشرى د تيرو ټاکنوکانديد عبدالله عبدالله هم يو له هغو کسانو نه دی چې وايي په جرګه کې گډون نه کوي .

دغه ټلواله چې ښاغلي عبدالله يې يادونه وکړه پخوايې نوم نه وو اوريدل شوى او پوره نه ده روښانه چې څوک او څه ډول کسان يا ډلې ور سره دي ، خو د خبري ناستې پر مهال يې د ولسي جرگې يوشمير استازي په خوا کې ولاړ وو چې د تيرو ټاکنو پرمهال يې دده پلوي کوله .

دارنگه د ولسي جرگې يوه بله پخوانۍ غړې ملالى جويا هم د ښاغلي عبدالله په څېر نظر لري او دغه جرگه د وخت ضايع کول بولي ، خو د افغان ولسمشر وياند له وخته وړاندې د جرگې د پايلو په اړه قضاوت کول ناسم کار بولي او دغه ډول څرگندونې د ولس د څه باندې يو نيم زر استازو مفکورې او باور ته سپکاوى بولي .

بل خوا دافغان حکومت دوو لويو مخالفو وسله والو ډلو د گلبدين حکمتيار اسلامي حزب او طالبانو هم جرگه رد کړې او دا يې د بهرنيانو يوه هڅه بللې .

طالبانو د يوې شپږ ماده ييزې اعلاميې په خپرولو سره په لويه کې جرگه دافغانانو يو زوړ اغيزمن او د کورنيو ستونزو د حل ښه دوديزه لاره بللى ، خو د سولې اوسنى مشورتي جرگه يې د بهرنيانو په موجوديت کې بې اغيزې گڼلې.

د جرگې موخه له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو د پيل لپاره د يوې تگلارې رامنځ ته کول او په دغه لويه ستونزه ولسمشر او حکومت ته مشوره ورکول دي چې د جوړيدو وړانديز يا نظريه يې څو مياشتې وړاندې دافغان ولسمشر لخوا وشو ه.