ستاسو غږ: په تیر یو کال کې زراعتي وده

کرهنه

ستاسې په سیمه کې په تیر یو کال کې زراعتي وده څرنګه وه ؟

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصاد په هکله په خپل وروستي راپور کې ویلي دي چې د ٢٠٠٩\٢٠١٠ میلادي کال په ترڅ کې د دې هیواد اقتصاد په سلو کې له ۲۲ نه زیاته وده کړې ده. د افغانستان دغه اقتصادي وده په ځانګړې توګه د زراعت د ښه کیدو او زراعتي چارو د پرمختګ له امله رامنځته شوې ده . تیر کال په افغانستان کې پنځه میلیونه ټنه غنم تولید شوي دي چې دا د وړم کال په پرتله دوه برابره لوړوالى ښيي .

پریمانه بارانونه د افغانستان د زراعت او کرهنې په ودې کې اغيزمن بلل شوي دي .

د نړیوال بانک د راپور له مخې په دغه هيواد کې چټک اقتصادي پرمختګ د دې سبب شوی چې په افغانستان کې بې وزلي کمه شي، خو ويل کيږي چې د زراعتي فصلونو له تيريدو وروسته بيرته پخواني حالت ته خلک ستانۀ شوي دي .

خو که چیرې د باران کچه هومره نه وي لکه تیر کال نو آیا دغه زراعتي وده به زیان ونه ویني ؟ د افغانستان حکومت د اوږد مهالې زراعتي ودې او د رامنځته شوي پرمختګ د ساتلو لپاره باید څه وکړي ؟ ستاسې په نظر، د زراعت د دوامداره ودې لپاره څه کول په کار دي ؟ آیا تاسې په خپلو کرهنیزو چارو کې پرمختګ لیدلی دی ؟

آیا د خپلو زراعتي محصولاتو له کچې راضي یاست ؟ حکومت له تاسې سره د زراعت د پیاوړي کیدو په برخه کې باید څه مرسته وکړي ؟

ستاسو غږ خپرونه دا اوونۍ همدې پوښتنو ته د ځواب موندلو هڅه کوي . خپل نظرونه او پوښتنې موږته په بریښنالیک کې په دې پته راولېږﺉ: Pashto@bbc.co.uk او یا یې هم د پاټې په لاندېنۍ برخه کې په ټاکل شوي ځای کې ولیکۍ او را ویې لېږﺉ.

همدا راز کولای شئ د پنجشنبې په ماښام مخامخ د ستاسو غږ پروګرام ته پر دې شمېرې ټېلفون وکړﺉ:

۰۰۴۴۲۰۷۸۳۶۰۳۳۱