له ناقانونه وسلوالو سره اړيکي او د نوماندانو سپيناوی

Image caption د ټاکنو کمېسيون وايي له ناقانونه وسلوالو ډلو سره په اړيکو تورنو کسانو که د ځان سپيناوی و نه کړ، نو د ولسي جرګې د نوماندانو له ډلې څخه به يې نومونه وباسي.

د افغانستان دټاکنو کمېسيون وايي له ناقانونه وسلوالو ډلو سره د تړاو په تور د نوماندانو له لومړني نوملړ څخه ويستل شويو کسانو تر دې مهال د ځان د سپيناوي لپاره اسناد نه دي وړاندې کړي .

ددغه کمېسيون وياند نور محمد نور وايي دغه کسان يوازې يوه ورځ نور وخت لري چې پرې لګېدلي تورونه رد او اسناد وړاندې کړي :((د ټاکنو دخپلواک کمېسيون په چوکاټ کې يوه بله کمېټه جوړه شوې او دغې کمېټې د دوی د کارونو او شاليد په اړه يو راپور چمتو کړی او هغه يې دشکايتونو کمېسيون ته ورلېږلی دی .

ټول ټال شاوخوا پنځه اتيا کسان له ناقانونه وسلوالو ډلو سره د تړاو په تور د شکايتونو کمېسيون د خپل مکانيزم په اساس دوی ته خبر ورکړ چې بايد دوی ځانونه سپين کړي . تر اوسه پورې دغه کمېسيون ته شاوخوا شپېته کسان راغلي دي او مکتوبونه يې ترلاسه کړي چې ولاړ شي او د ځان د سپيناوي اسناد راوړي . ))

ښاغلي نور دوی ته له وسلوالو ډلو سره د نه تړاو د سپيناوي په اړه د نور وخت د ورکولو په اړه وويل چې دا د ځانګړې کمېټې په پرېکړه پسې تړلې ده .

کمېسيون وايي که دغه کسان و نه شي کولای چې د ځان د سپيناوي لپاره د ټاکنو کمېسيون ته کره اسناد و سپاري نو نومونه به يې د ټاکنو له لومړني نوملړ څخه و ويستل شي .

د افغانستان اساسي او د ټاکنو قوانين حکم کوي هغه کسان چې پر بشري ضد جرمونو تورن وي ، له ناقانونه وسلوالو ډلو سره اړيکي ولري، او يا يې عمر تر پېنځه ويشت کلونو کم وي د ولسي جرګې په ټاکنو کې د سيالۍ لپاره نه شي درېدای .

د ولسي جرګې د 249 څوکيو لپاره نژدې دوه نيم زره کسانو ځانونه نومولي چې شاوخوا څلور سوه يې ښځې دي .

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې به د سپټمبر پر اتلسمه وشي .