حزب اسلامي: په جرګه کې موږ ته پام نه دی شوی

د سولې ملي مشورتي جرګه
Image caption د سولې د ملي مشورتي جرګې پرېکړه ليک وايي وسلوال ناراضيان بايد له تاوتريخوالي لاس واخلي او له القاعده او نورو ترهګرو شبکو سره خپل اړيکي وشکوي.

په کابل کې د سولې د ملي مشورتي جرګې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دولت له مخالفو وسله والو ډلو سره پخلاينه وشي.

که څه هم وسله والو طالبانو تر اوسه د سولې په اړه څه نه دی ويلي، خو مخالفه وسله واله ډله حزب اسلامي وايي د سولې په ملي مشورتي جرګې ته دوی ته پام نه دی شوی.

د حزب اسلامي ویایند انجنير زرغون بي بي سي ته وويل د جرګې په پرېکړه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل له پامه غورځول شوي دي:

((يو خو دا عملي نه ده، دا مهال چې امريکايان د افغانستان پر فضا او ځمکه واکمن دي، هغوی به تر کومه حده دې ته تیار شي چې دا ومني او بنديان راخلاص کړي، حزب اسلامي د ژغورنې د ملي ميثاق په نامه يو ۱۵ ماده ييزه لايحه وړاندې کړې، چې په کار وه د سولې په دې جرګه کې پرې بحث شوی وای، د حزب اسلامي او طالبانو غوښتنې هم دوی ته وړاندې شوې وای، اصلي مسايل پاتې شول او دوی پر نورو شيانو بحث وکړ.))

جرګې د یوه پرېکړه ليک په صادرولو له حکومته وغوښتل چې وسله وال او نور مخالفین دې د سوې بهير ته ورمات کړي، له تور لېسته د طالبانو د مشرانو د نومونو په ايستلو کې چټک ګامونه پورته کړي او د هغوی د بنديانو په ازادولو کې دې پوره هڅې وکړي.

ولسمشر د جرګې په درېیمه او وروستۍ ورځ د وينا پرمهال د جرګې د پرېکړې د عملي کولو ژمنه وکړه او دا یې د دولت وسله والو مخالفينو ته يوه ښه موقع وګڼله .

ولسمشر کرزي له هغوی یو ځل بیا وغوښتل چې د سولې روان بهیر ته ورګډ شي.

د جرګې ګډونوالو په یوه خوله له ټولو وسله والو ډلو وغوښتل، چې له القاعدې ځانونه جلا او د سولې د هلو ځلو روان بهير ته ورګډ شي.

د سولې جرګه او نړيوال غبرګونونه

د سولې مشورتي جرګې پایلو ته په لومړنيو نړیوالو غبرګونو کې د سولې مشورتي جرګې له پریکړو ملاتړ شوی دی.

په دې لړ کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر د سولې مشورتي جرګې د پریکړو هرکلی کړی او وایي چې دې جرګې په ملي کچه د خبرو اترو یوه زمینه برابره کړه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما د یوې وینا پاڼې په خپرولو ویلي چې ملګري ملتونه دې ته چمتو دي چې له افغان حکومت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د جرګې له پيل وړاندې د امریکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن هم د دغې جرګې له جوړولو ملاتړ اعلان کړاو هغه یې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو يوازېنۍ لاره بللې وه.

د برتانيا لومړي وزیر ډېوېډ کامېرن هم له دې جرګې څخه د يوې لويې لاسته راوړنې هیله څرګنده کړې وه.

ورته مطالب