کرزي د محمد حنیف اتمر او امرالله صالح استعفاګانې ومنلې

محمد حنيف اتمر او امرالله صالح
Image caption ويناپاڼه کاږي له هغه ځايه چې د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوی رييس څرګندونې د قناعت وړ نه وې، نو کرزي د دواړو استعفاګانې ومنلې.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت لوی ریس امرالله صالح استعفاګانې ومنلې.

د ولسمشرۍ له دفتره په يوه خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کورنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر او د ملي امنیت لوی ریس د جوزا په ۱۲ د سولې د ملي مشورتي جرګې په غونډه باندې د برید د څرنګوالي په اړه د پوښتنې په خاطر خپل حضورته ومنل.

ويناپاڼه کاږي دا چې د کورنيو چارو د وزير او د ملي امنيت د لوی رييس څرګندونې د قناعت وړ نه وې، نو کرزي د دواړو استعفاګانې ومنلې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنيو چارو د نوي وزير تر ټاکل کېدو پورې به ستر پاسنوال محمد منير منګل د کورنيو چارو وزارت له چارو او انجنير ابراهيم سپين زاده د ملي امنیت د لوی رييس له چارو سرپرستي کوي.

ښاغلی سپين زاده د افغانستان د امنيت شورا مرستیال دی.

ښاغلی اتمر په 2002 کال د کليو د پراختيا وزير شوچې هغه مهال د کابينې تر ټولو ځوان وزير و. د

ی په 2006 کال کې د پوهنې وزير او د 2008 کال په اکتوبر کې د کورنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو. نوموړی په 1968 کې په لغمان ولايت کې زېږېدلی او لوړې زده کړې يې د برتانيا په يورک پوهنتون کې د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او تر جګړې وروسته د بيا رغونې په برخه کې کړې دي.

او امرالله صالح چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې غړی و په 2004 کال کې د ملي امنيت مشر شو.

په افغانستان کې د عيسويت لپاره د تبليغاتو او د خلکو د عيسوي کېدلو مسله د يوه کورني خصوصي ټېلويزيوني چينل له لوري تر خپاره شوي فلم وروسته يو ځل بيا توده شوې ده .

ورته مطالب