ننګرهار کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګی بريد وشو

امريکايي پوځيان په افغانستان کې
Image caption رپوټونه وايي بريد کوونکي د امريکايي ځواکونو د کارون په منځ کې خپل ځان چوولی دی.

د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې پر امريکايي ځواکونو ځانمرګی برید وشو.

د ننګرهار امنیه امنیه قومانداني وايي بريد د جلال اباد شار د بهسودو د پرله پر سر نن غرمه مهال وشو.

د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور رسنيو ته ويلي يوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې پر موټر سايکل سپورو، د امريکايي ځواکونو د کارون په منځ کې خپل ځان وچووهء.

د ننګرهار امنیه قومانداني وايي چې په بريد کې تر لسو ډېر کسان ټپيان شوي دي، خو په وينا يې په بريد کې څوک نه دي وژل شوي.

د بريد پړه تراوسه چا پرغاړه نه ده اخيستې.

بل خوا د سوېلي ولايت کندهار ځايي چارواکي وايي نن ګهيځ د ماين چاودنې يو پوليس او دوه عام وګړي وژلي دي.

ماين چې تر لسو ډېر کسان يې ژوبل کړي، د پوليسو يو رنجر او يو ټکسي موټر يې الوځولي دي.

دا چاودنه د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ پر سړک شوې، چې ولسوال يې حاجي بهرام تاييد کړې ده.

بل خوا د کندهار څنګلوري مېزانې ولسوالۍ کې دوه تنه په خپل ماین وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند احمد جان رسولي وايي وژل شوي طالبان دي چې مړي يې طالبانو له ځانه سره وړي دي .

ورته مطالب