''برتانیا هڅه کوي افغان ماشومان بېرته افغانستان ته واستوي''

افغان ماشوم
Image caption د برتانیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښیي چې په دې هېواد کې څه د پاسه ۴۲۰۰ تنکي ځوانان اوسیږی چې ډېر یې د ځایي ادارو لخوا ساتل کیږي.

د برتانیا د ګارډين ورځپاڼې پخپله ننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د بیا یوځای کولو د یوه مرکز د جووړلو په اړه مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، برتانیا هڅه کوي افغان ماشومان بېرته افغانستان ته واستوي.

د برتانیا سرحدي اداره هوډ لري په کابل کې د ۴ میليونو پونډو په لګښت د بیا یوځای کولو یو مرکز جوړ کړي چې په دې توګه افغانستان ته د هغو ماشومانو لېږل پیل کړي چې په برتانیا کې یې پناه غوښتې ده، خو نه ده منل شوې.

د کډوالو اداره په دې توګه غواړي چې هره میاشت له ۱۸ کلنۍ نه د کم عمر۱۲ ماشومان افغانستان ته ولېږي چې ددې ادارې په وینا هملته به دکمپيوټر کورسونه او نور مسلکي لوستونه ورکول کیږي.

خو د بشري حقونو ډلو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او زیاتوي چې په داسې حال کې چې په افغانستان کې لاهم امنیت نشته د دغو ماشومانو ژوند له خطرسره مخامخ کیدی شی.

اروپایی ټولنه په پام کې لري چې پخپلو هیوادونو کې د ناقانونه افغان کډوالو د کمښت لپاره په افغانستان کې داسې مرکزونه ورته جوړکړي چې دا ماشومان او لویان پکې ‌‌ژوند وکړي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت شمېرې ښیي چې په دې هېواد کې څه د پاسه ۴۲۰۰ تنکي ځوانان اوسیږی چې ډېر یې د ځایي ادارو لخوا ساتل کیږي.

له افغانستانه ځوانان تر نورو هېوادونو زیات دي.

د دې کال په لومړیو درو میاشتو کې د۴۰۰ پنا غوښتونکو له ډلې نه نیمایي افغانان وو.

ورځپاڼه د برتانیا د کډوالو چارو د وزیر دمومین ګرین له خولې وړاندې لیکي:'' تنکي ځوانان په داسې سختو شرایطو کې له افغانستان او نورو هېوادونو نه برتانیا ته ځانونه رارسوي چې حتی خپل ژوند په خطرکې اچوي، نو د وزیر په ګومان ښه داده چې د بیلګې په توګه پخپله په پلازمېنه کابل کې داسې مرکز ورته جوړشي.''

ګارډين لیکي: ''په کابل کې د ۴ میلونو پونډو په لګښت جوړېدونکي د بیا یوځای کوg, مرکز ته به هغه افغان تنکي ځوانان ورستنېږي چې په برتانیا کې یې د اوسیدو ویزې رد شوې دي.

په دې مرکز کې به هره میاشت له برتانیا نه د۱۲۰ شړل شوو کسانو لپاره د استوګنې ځای وي چې ځینې مسلکي لنډمهال کورسونه به پکې وي.

ګارډین د کډوالو شورا له خولې لیکي:'' دا پلان ددوی د منلو وړ نه دی او برتانیا باید هغه ځوانان چې په افغانستان کې یې ژوند په خطرکې دی هلته ونه لیږي.''

د بشري حقونو ډلو هم په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او وایي چې داسې لېږد له بشري قوانینو سره په ټکرکې راځي.

په برمنګهم کې افغان مدافع وکیل کبیرخان عیسی خېل له بي بي سي سره په مرکه کې وویل دا د برتانیا د چارواکو پرېکړه ده او اروپایي محکمو او د بشري حقونو نورو ډلو ته به د منلو وړنه وي.

ښاغلي عیسی خېل زیاته کړه افغانستان ته لیږونکي تنکي ځوانان او بالغ سړي ټول له خطرسره مخامخ کیدی شي، له همدې امله د دې طرحې مخالف دی.

ورته مطالب