مکرېسټل: 'په تدريجي توګه به د کندهار حالت ښه کړو'

کندهار
Image caption افغان او بهرني چارواکي په ګډه دا مني چې د افغانستان امنیت او ثبات تر ډیره په کندهار کې له کرارۍ سره تړلی دی. له همدې کبله دوی دغو عملیاتو ته په بې ساري توګه ډیر پام کړی او په دې لړ کې په پوره غور او احتیاط ګاومونه پورته کوي.

په افغانستان کې ځایي او بهرني ځواکونه وایي چې په کندهار ولایت کې د بشپړ کنټرول راوستو لپاره یې چمتووالی لا له وړاندې پیل کړی، خو زیاتوي چې د عملیاتو مشخصه نېټه نشي په ډاګه کولی.

چارواکي وایي په کندهار کې د همکارۍ په نامه عملیاتو لمن به په راتلونکې کې د کندهار شاوخوا سیمو ته هم وغځوي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مکرېستل د حالاتو د جاج اخیستو لپاره کندهار ته ورغلی او ویلي یې دي چې په سیمه کې به په تدریجي توګه حالت د عادي کېدو خوا ته راګرځوي.

په کندهار کې د همکارۍ په نامه عملیاتو لپاره چمتووالي لا له وړاندې پیل شوي چې هدف ېې د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د حکومتې واک پراختیا او خلکو ته د ژوندانه د اړینو اسانتیاوو برابرېدل یادیږي.

په کندهار کې د میشتې 205 اتل قول اردو قوماندان شیرمحمد ځاځی وایي دغه پلان په دوو برخو کې پلي کیږي چې لومړی پړاو همدا اوس روان دی:

''په لومړي پړاو کې موږ د ښې حکومتدارۍ او بیارغونې چارې پرمخ وړو، په دې کې د ولسي کارکوونکو امنيت او د شخصي کمپنيو راجستر راځي، د ښار امنیتي کمربند زياتول او د پوليسو زياتوالی دی. ''

ښاغلی ځاځی وایي د عملیاتو په دوهم پړاو کې به د دغو عملیاتو لمن د کندهار شاوخوا سیمو ته هم وغځوي.

Image caption مکرېسټل:''دا مهمه ده چې موږ له بهر نه خلک یو ځل بیا ډاډه کړو چې د هغوی ساتنه به زموږ هدف وی. هغه څه چې موږ یې غواړو د خلکو لپاره کار کول دي چې ځینې یې تاسو دلته وینئ.''

په کندهار کې د عملیاتو او هلته د حکومتي واکمنۍ د لمن د پراخیدو پلانونه له څو میاشتو راهیسې جوړیږي چې په دې لړ کې میاشت په میاشت په نوموړي ولایت کې د افغان ځواکونو او بهرنیو عسکرو شمیر هم ډیریږي.

په افغانستان کې د میشتو سوله ساتو ځواکونو آیساف یو ویاند ډګروال وین شانګس وایي په دغو عملیاتو کې له افغان چارواکو سره پوره همغږي لري:

''موږ له څو میاشتو راهیسې په کندهار فعالیت کوو. چې حکومتي چارې پراخې کړو او د پولیسو د ټولګیو ظرفیتونه لوړ کړو.هغه څه چې موږ یې د عملیاتو په نامه یادوو ډیره برخه یې د کندهار په شاوخوا سیمو کې ترسره کیږي. هغه څه چې زه درته ویلی شم دا دي چې موږ په کندهار کې له دولت سره اوږه په اوږه کار کوو. موږ په ورځنۍ توګه د کندهار له والي او هم د کابل له چارواکو سره اړیکي لرو. چې وضعیت بدل کړو او د کندهار د اوسیدونکو لپاره خوندي راتلونکې برابره کړو.''

په همدې لړ کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مکرېسټل چې د وضعیت د جاج اخیستو لپاره د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ ته ورغلی و، ویلي چې د دغو عملیاتو د ترسره کېدو لپاره کومه ځانګړې نېټه نشي ښودلی:

''دا مهمه ده چې موږ له بهر نه خلک یو ځل بیا ډاډه کړو چې د هغوی ساتنه به زموږ هدف وی. هغه څه چې موږ یې غواړو د خلکو لپاره کار کول دي چې ځینې یې تاسو دلته وینئ. موږ دغه چاره پر احتیاط پر مخ وړو.

یوه کره نیټه نه ده معلومه چې کله به موږ ستر عملیات پیلوو، دلته به هېڅ کومه بده ورځ رانشي، موږ تمه لرو چې په سیمه کې په تدریجي توګه حالت ښه کړو او خلک دې ته متقاعد کړو چې موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې حالت ښه کړو نه چې د خرابۍ لامل وګرځو.''

چارواکي په داسې حال کې د کندهار د عملیاتو پر څرنګوالي خبري کوي چې د ځینو په آند په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

افغان او بهرني چارواکي په ګډه دا مني چې د افغانستان امنیت او ثبات تر ډیره په کندهار کې له کرارۍ سره تړلی دی. له همدې کبله دوی دغو عملیاتو ته په بې ساري توګه ډیر پام کړی او په دې لړ کې په پوره غور او احتیاط ګاومونه پورته کوي.

ورته مطالب