افغانستان کې ۱۳ امريکايي سرتېري ووژل شول

چاودنه
Image caption له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په افغانستان کې د بهرنيو وژل شوو پوځيانو شمېر تر ۱۰۰۰ واوښت.

په افغانستان کې پرون (دوشنبه، د مۍ اوومه) د ناټو لس سرتېري وژل شوي چې دا په روان کال نړيوالو ځواکونو ته تر ټولو مرګونې ورځ وه.

نن (سه شنبه، د مۍ اتمه) په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې دوه سرتېري يې د افغانستان په جنوب کې ووژل شول.

خبرپاڼه کاږي يو سرتېری د ماين په چاودنه او بل له وسله والو سره په نښته کې وژل شوی.

د وژل شوو هويت نه دی په ډاګه شوی.

تر ټولو ناوړه پېښه کې ۵ سرتېري چې د راپورونو له مخې امريکايان وو، د افغانستان په ختيځ کې په سړک غاړې بمي چاودنه کې وژل شوي دي.

نور بيا په بېلو پېښو کې په ختيځ او جنوب کې وژل شوی دي.

دا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لپاره خونړۍ ورځ وه.

د سرتېرو شپږ تنه په ختیځ او څلور نور په جنوب کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا ۳۵ زره سرتېري افغانستان ته رسېدلي دي.

بي بي سي ته نړيوالو ځواکونو په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي پنځه سرتېري يې د ختيځ ولايت کونړ په غازي اباد او اسمار ولسواليو کې د سړک غاړې د ماين په چاودنو کې وژل شوي.

نړيوال ځواکونه وايي پنځه سره وژل شوي امريکايي سرتېري وو .

يو بل امريکايی سرتېری بيا له وسله والو سره په جګړه کې د سپکو وسلو په بريد کې وژل شوی.

بل خوا نړيوال ځواکونه وايي څلورپاتې نور بهرني پوځيان په سوېلي ولايت کندهار کې وژل شوي دي.

په کندهار کې څلور امريکايي بوځيان داسې مهال وژل شوي، چې نړيوال ځواکونه هلته د پوځي عملياتو په درشل کې دي.

Image caption پوځي کارپوهان وايي طالبانو داسې بمونه ترلاسه کړيو چې د بهرنيو ځواکونو پر ګاډو د لګول شوو وسایلو په مټ نه شي خنثا کېدای.

وړمه ورځ ايساف ځواکونو ویلي وو که چېرې طالبان د سولې د پرېکړې په اړه په خپل دريځ کې نرمښت راولي، نو دوی به د کندهار د عملياتو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

که څه هم یو شمیر افغانان او پخپله افغان حکومت هیله ښیې چې د سولي ملي مشورتي جرګه به له حکومت سره د ناراضي مخالفینو په یوځای کیدو او سولي ته د هغو په غاړه ایښودلو کې مرسته وکړي خو د جرګې په لومړۍ ورځ د وسله والو مخالفینو بریدونو دغه هیلي کمرنګه کړې .

له دغو وروستيو وژنو سره په روان کال کې افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تلفات تر ۲۴۰ پوځيانو اوړي.

وړاندې نړيوالو ځواکونو پر خپلو ګاډو داسې وسايل لګولي وو، چې د سړک غاړې بمونه تر يوې اندازې پورې خنثا کړي او پر دوی ونه چووي، خو اوس پوځي کارپوهان وايي طالبانو نوي بمونه ترلاسه کړي، چې د چوولو یې هم بېلې لارې چارې ورته لټولې دي.

طالبان دا ډول بمونه زياتره پر هغو خامو لارو کې ږدي، چې بهرني ځواکونه پرې تېرېږي.

بوځي کارپوهان وایي چې اوسني بمونه ډېر قوي دي ان تر دې چې د نړیوالو ځواکونو زغره وال ګاډي هم له منځه وړی شي.

ورته مطالب