د مارجې کډوال په انځوريز رپوټ کې

  •  په هلمند کې د سرې مياشتې يوې سرچينې ويلي چې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا ۵۰۰  کورنۍ مرکز لښکرگاه او نورو سيمو ته کډه شوي دي، چې د مرستو وېشلو په موخه يې سرشميرنه روانه ده.
    په هلمند کې د سرې مياشتې يوې سرچينې ويلي چې په تېره يوه مياشت کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ مرکز لښکرگاه او نورو سيمو ته کډه شوي دي، چې د مرستو وېشلو په موخه يې سرشميرنه روانه ده.
  • شا وخوا پنځه مياشتې مخکې چې په مارجې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا د وسلوالو طالبانو پر وړاندې وسلواله جگړه پيل شوه نو زرگونه ځايي وسيدونکي د مرکز لښکرگاه او نورو نژدې ولسواليو پر لوري وکوچېدل.
    شا وخوا پنځه مياشتې مخکې چې په مارجې ولسوالۍ کې د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا د وسلوالو طالبانو پر وړاندې وسلواله جگړه پيل شوه نو زرگونه ځايي وسيدونکي د مرکز لښکرگاه او نورو نژدې ولسواليو پر لوري وکوچېدل.
  • د هلمند سيمه ييز چارواکي ددې خبرو منلو ته نه دي تيار چې گواکې په مارجه کې د امنيتي ستونزو له کبله د خلکو شپې نه سبا کېږي.
    د هلمند سيمه ييز چارواکي ددې خبرو منلو ته نه دي تيار چې گواکې په مارجه کې د امنيتي ستونزو له کبله د خلکو شپې نه سبا کېږي.
  • د هلمند د سرې مياشتې اداره وايي په دغو کورنيو کې يوه نيمه يې د کور کرايه کولو وس لري له همدې کبله ډيرې کورنۍ په کنډوالو او دښتو کې ژوند تېروي.
    د هلمند د سرې مياشتې اداره وايي په دغو کورنيو کې يوه نيمه يې د کور کرايه کولو وس لري له همدې کبله ډيرې کورنۍ په کنډوالو او دښتو کې ژوند تېروي.
  • په هلمند کې د دې پرځای چې له کډوالو سره مرسته وشي، په اړه يې سروې په بشپړېدا ده.
    په هلمند کې د دې پرځای چې له کډوالو سره مرسته وشي، په اړه يې سروې په بشپړېدا ده.
  • داسې ښکاري چې په مارجه کې د تېرو مشترک په نامه تر عملياتو ورسوته د مارجې خلکو ښه ورځ نه ده ليدلې، همدا ده چې کوچېدو ته اړ شوي دي.
    داسې ښکاري چې په مارجه کې د تېرو مشترک په نامه تر عملياتو ورسوته د مارجې خلکو ښه ورځ نه ده ليدلې، همدا ده چې کوچېدو ته اړ شوي دي.
  • له يوې مياشتې راهيسې بيا له مارجې نه د کډو راوتل پيل شوي دي.
    له يوې مياشتې راهيسې بيا له مارجې نه د کډو راوتل پيل شوي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .