په هلمند کې د ناټو د چورلکې رالوېدو 4 بهرني پوځيان ووژل

ناټو سرتېري په افغانستان کې
Image caption د الوتکې د راغورځولو مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی.

د افغانستان په جنوبي ولايت هلمند کې د ناټو يوه چورلکه رالوېدلې، چې له امله يې څلور بهرني سرتېري وژل شوي.

ناټو وايي دغه چورلکه د وسله والو په بريد کې رالوېدلې ده.

د هلمند د والي وياند داود احمدي وايي دغه چورلکه په سنګين ولسوالۍ کې راپرېوتې ده.

په رالوېدلې چورلکه کې د وژل شوو بهرنيو پوځيانو هويت نه دی په ډاګه شوی.

خو وسله والو طالبانو د دې چورلکې د راغورځولو ادعا کړې ده.

دوی ادعا کوي چې په چورلکه کې څلور بهرني سرتېري وژل شوي دي.

دا پېښه داسې مهال شوې، چې په تېره درو ورځو کې افغانستان کې تر لسو ډېر بهرني پوځيان وژل شوي.

بل خوا ناټو ويلي چې د افغانستان په جنوب کې يې يو بل سرتېری وژل شوی دی.

ناټو ويلي دا سرتېری يې د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې وژل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ په پيل کې تر شلو ډېر بهرني پوځيان وژل شوي.

له دغو وروستيو وژنو سره په روان کال کې افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تلفات تر ۲۴۰ پوځيانو اوړي.

وړاندې نړيوالو ځواکونو پر خپلو ګاډو داسې وسايل لګولي وو، چې د سړک غاړې بمونه تر يوې اندازې پورې خنثا کړي او پر دوی ونه چووي، خو اوس پوځي کارپوهان وايي طالبانو نوي بمونه ترلاسه کړي، چې د چوولو یې هم بېلې لارې چارې ورته لټولې دي.

طالبان دا ډول بمونه زياتره پر هغو خامو لارو کې ږدي، چې بهرني ځواکونه پرې تېرېږي.

بوځي کارپوهان وایي چې اوسني بمونه ډېر قوي دي ان تر دې چې د نړیوالو ځواکونو زغره وال ګاډي هم له منځه وړی شي.

ورته مطالب