پکتيا: په قصابۍ کې چاودنې ۱ تن وواژۀ ۱۵ يې ټپيان کړل

د يوې پخوانۍ چاودنې عکس ګورﺉ
Image caption چاودنه د څمکنیو بازار په يوه قصابۍ کې شوې ده.

د پکتیا په څمکنيو ولسوالۍ کې نن لس بجې د دغه ښار په يوه قصابۍ کې ماين چاودلی.

د څمکنيو ولسوال سعادت خان بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.

په پېښه کې ۱۵ ولسي وګړي ټپيان شوي او يو وژل شوی دی.

ولسوال وايي چاودنه د څمکنيو بازار په يوه قصابۍ کې شوې، چې په ديګ کې چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوي ول.

سعادت خان زياتوي وژل شوي او ټپيانو پر حکومت پورې هېڅ تړاو نه درلود، بلکې دا چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده.

نوموړی زياتوي چې د قصاب يو دوست وړاندې هم د ناڅرګندو کسانو لخوا تښتول شوی و.

د څمکنيو د ملکي روغتون رييس ډاکټر قادر خان اشرفي بي بي سي ته وويل دوی ته يو مړی او ۱۵ ټپيان وروړل شوي دي.

ښاغلی اشرفي زياتوي ټپيان اوس تر درملنې لاندې دي، چې حالت يې د ډاډ وړ دی.

پېښې ته نژدې د يوه هوټل او ودانيو ښيښې ماتې شوې دي.

څمکنۍ د پکټيا مرګز ګردېز ښار په ختيځ کې يوه نسبتاً غرنۍ سيمه ده.

وړاندې دغې ولسوالۍ ته پر غځېدلې لارې غر راښووېدلې و، چې تراوسه هاخوا د شپږو ولسواليو لاره بنده ده.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې سبا (پنجشبه، د جون لسمه) په څمکنيو کې قومي مشران او ځوانان د سولې د راوستو په موخه سره جرګه شي.

ورته مطالب