لیام فاکس: د خپل امنيت لپاره افغانستان کې پاتې کېږو

ليام فاکس
Image caption د برتانيا دفاع وزير ټينګار وکړ بريتانيا دې ته ژمنه ده چې روان ماموريت د خپل هوډ له مخې وګوري، دا چې افغانستان په پوره ډول ارام وي.

د برتانيا نوي حکومت پرون (سه شنبه، د جون اتمه) امريکا ته ښکاره ډاډ ورکړ چې دوی په افغان جګړه کې خپل مرکزي رول ته ژمن پاتې کېږي.

د برتانيا د دفاع وزير ليام فاکس وويل د خپل امنيت او خونديتوب لپاره په افغانستان پاتې کېدل اړين بولي.

ده دغه خبرې په لندن کې د امريکا د دفاع له وزير (روبرټ ګېټس) سره په يو ګډ خبري کنفرانس کې کولې.

په يوه داسې اوونۍ کې چې په يوه ورځ د ناټو ۱۰ سرتېري په کې ووژل شول، دواړو ليام فاکس او رابرټ ګېټس هغو قربانيو په اړه خپل درناوی څرګند کړ چې وسله وال ځواکونه يې په افغانستان کې ورکوي.

د برتانيا د دفاع وزير وويل سره له دې چې دی روانه مبارزه چې په څومره بشري بيه تمامېږي، خو باور لري بريتانيا يوه لازمي دنده لري چې افغانستان پرې نږدي بېرته د يو ناکام دولت پر خوا ولوېږي او په پراخه سيمه کې ثبات ته ګواښ جوړ کړي.

ده ټينګار وکړ بريتانيا دې ته ژمنه ده چې روان ماموريت د خپل هوډ له مخې وګوري، دا چې افغانستان په پوره ډول ارام وي:

''موږ نه غواړو په افغانستان کې له هغه څه چې د ټاکل شويو شرايطو پوره کولو لپاره لازمه ده زيات پاتې شو. موږ غواړو چې د افغانستان حکومت د افغانانو له خوا د افغانانو لپاره وي.

زموږ هدف دا دی له حالت چې اوس موږ په کې يوو، يو داسې ځای ته لېږدېدنه وګورو چې افغان چارواکي په کې د خپل هېواد امنيت وساتلی شي، او موږ ووتلی شو، خو تر شا د يو ګواښ پر ځای د سولې ميراث پرېږدو.''

د امريکا د دفاع وزير روبرت ګېټس وويل بريتانوی ځواکونو په هلمند، په تېره بيا سنګين کې د جګړې پر ډګر خپله مېړانه ښوولې ده، چې د ده په وينا په درنه جګړه کې دي.

Image caption برتانيا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا لس زره سرتېري لري چې زياتره يې د دغه هېواد په جنوب کې فعالیت کوي.

''ما ډاکټر فاکس ته وويل چې موږ په امريکا کې په دغو هلو ځلو کې د ده د ولس مشرتابه څومره درناوی کوو، ما د نژدې ۳ سوه بريتانوي ځواکونو په اړه خپله خواشينې څرګنده کړه چې په دغه جګړه کې يې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د لويې جګړې د يو شاعر خبره رالنډوم، د برتانيا جنګېدونکيو سړيو او ښځو له خپلې برخې زيات کار کړی دی.''

د هغو ګونګوسو په اړه کله چې کاناډايي ځواکونه راتلونکی کال ووځي، بريتانوی ځواکونه ښايي له هلمنده کندهار ته ولېږدېږي، ليام فاکس وويل دا خبره تر ډېره نا شونې ده.

ورته مطالب