د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره نوم ليکنه پيل شوه

ټاکنې
Image caption د نوم لیکنې د دغو کارتونو ورکړه پيل شوه.

په افغانستان کې دو لسي جرگې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې بهيرپيل شو .

د شنبې له ورځې تر ٢ مياشتو پورې به دغه پروسه په ټول افغانستان کې روانه وي . په ٣٤ ولايتي مرکزورنو کې د نارينه وو او ښځو لپاره د پنځو جلا جلا څانگو لرونکي مرکزونه پرانيستل شوي دي .

د افغانستان د ټاکنو کميسون وايي ټولو هغو کسانو ته د کارتونو ويشل او د دوى د نوم ليکنې چاره پيل شو ه چې د بيلا بيلو لاملونو له کبله اوس د ټاکنو کارتونه نه لري .

په دغه ډله عمدتا هغه کسان شامل دي چې تازه يې د اتلس کلنۍ عمر پوره کړى وي ، يا له کډواليه را ستانه شوي وي ، ياله يوې سېمې بلې ته کډه شوي وي ،يا يې پخوا دټاکنو لپاره هيڅ نوم ليکنه نه وي کړي او يا يې خپل پخواني کارتونه ورک کړي وي .

د ټاکنو د کميسون وياند نور محمد نوروايي چې په ټول افغانستان کې ددغه کار لپاره مرکزونه پرانيستل شوي دي .

(( د هيواد د ٣٤ ولايتونو په مرکزونو کې به يو مرکز وي چې تر ٥ پورې څانگې به ولري او د نارينه وو او ښځو لپاره به جلا جلا برخې پکې وي . داپروسه به ٢ مياشتې دوام ولري ))

خو په دغه برخه کې لويه ستونزه داده چې کارتونو ته ټول اړکسان به د نوم ليکنې د مرکزونو د ليرې والي له کبله ونشي کولئ د رايې ورکولو د اجازې کارت خپل کړي ، په ځانگړې توگه ميرمنې چي په ولايتونو کې ليرې سېمو ته په دې موخه د ورتلو کم چانس لري .

خو ښاغلى نورميرمنو ته د يو لړ اسانتياوود برابريدو يادونه کوي .

Image caption د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې مېرمنې رای ورکولو ته ولاړې دي.

(( د ميرمنو لپاره يو لړ امتيازونه شته : د بيلگې په توگه که ښځې وغواړي چې تصوير يې وانه خيستل شي نو اجازه لري . بل ميرمنو ته به ښځې کارتونه ويشي . او دريم هڅه کيږي چې په کم وخت کې ټولو ته کارتونه ورکړو))

د ټاکنو د خپلواک کميسيون وياند په نا امنه سيمو کې د امنيت د خونديتوب په شرط هغو سېمو ته دنوم ليپکنې د خپلو سيارو يا گرځنده ډلو د استولو ژمنه کوي .

کميسيون تمه کوي چې په دغه ٢ مياشتو کې به دهغو کسانو لويه برخه د نوم ليکنې کارتونه تر لاسه کړي چې تر اوسه يې نه لري او د اخيستو په لټه کې يې دي.

ورته مطالب