ایساف: کندهار کې مو عملیات لا نه دي پيل کړي

ایساف
Image caption د ايساف ځواکونو شاوخوا څلور مياشتې د مخه د جنوبي ولايت هلمندله نادعلي او مارجې نه د طالبانو د شړلوپه موخه دغلته پراخ پوځي عمليات ترسره کړل.

په کابل کې د ايساف چارواکي وايي دوى دغلته له څو مياشتو راهېسې ملکي عمليات پيل کړي خو، د پوځي هغوو په اړه هېڅ پلان نه لري.

د بهرنيو ځواکونو يوه وياند، قومي مشرانو سره سلامشورې، د بيارغنيزو پروگرامونوپيلول، د ځايي حکومت او افغان ځواکونو د وړتيا لوړول د دغو عملياتو مهمې برخې وبللې.

وړاندې د افغانستان د دفاع وزارت او د بهرنيو ځواکونو عمومي قومندان سټېنلي مکرېسټل په کندهار کې د پوځي عملياتو د تابيا پيلولو خبره کړې وه.

په داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې د ناټو عمومي قومندان سټنلي مکرسټل رسنيو ته ويلي و، دوى به په دغو عملياتو کې له دقت نه کار اخلي او دا چې دا عمليات به له اټکل شوي وخت نه،ډير وخت ونيسي.

د افغانستان د دفاع وزارت اود کندهار ځايي امنيتي چارواکو هم د دغو عملياتو د پيل خبرې کړې وې خو د دقيقې نيټي په اړه يې څه ويلي نه و.

خو اوس ايساف ځواکونه دا خبرې په کلکه ردوي او د دغو ځواکونو يوه وياندجنرال جوزيف بلانس په کابل کې خبريالانو ته وويل دوى په کندهار کې د پوځي عملياتو هيڅ ډول پلان نلري:

''لکه څنگه چې موږ دلته په خپلو خبرو کې وويل، په کندهار کې دغه فعاليت او بهير له مخکې پيل شوى او لا هم روان دى،دا په دې مانا نه ده چې دغلته پوځي عمليات پيل شوي بلکي په ناپوځي برخو کې يو لړ فعاليتونه پيل شوي دي.

هلته امنيتي پوستې جوړې شوي او امنيت ورځ تر بلې ښه کېږي،خو مهمه خبره دا ده چې موږ غواړو د کندهار د خلکو باور او اعتماد ترلاسه کړو.

تاسو بايد دغلته د پراخو دوديزو او پوځي عملياتو انتظار ونه کړﺉ، په اقتصادي، ټولنيزو او سياسي برخو کې وار له مخې عمليات پيل شوي دي.''

ښاغلي بلانس وويل دغلته د بيارغونې د يو شمير پروژوپيلول،د حکومتوالۍ پياوړي کول،د امنيتي ځواکونو د روزنې چټکتيا او وړتيا لوړول د دغو ناپوځي عملياتو نورې مهمې برخې يادې کړي.

Image caption وړاندې نړيوالو ځواکونو ويلي وو چې د افغانستان نورو سیمو ته به خپل عملیات وغځوي.

ده وويل کندهار د هلمندد مارجې په څير نه دى چې طالبانو را لاندې کړې وي بلکې په خبره يې په دغه ولايت کې په بشپړ ډول د حکومت واک چلېږي.

د ايساف ځواکونو شاوخوا څلور مياشتې د مخه د جنوبي ولايت هلمندله نادعلي او مارجې نه د طالبانو د شړلوپه موخه دغلته پراخ پوځي عمليات ترسره کړل.

له دغو عملياتو لږ وروسته په کابل کې د امريکا سفير او په هغه پسي د ناټو او افغان پوځي چارواکو په کندهار کې دورته عملياتو د پيلولو د تابيا خبر ورکړ خو،اوس داسې ښکاري چې ظاهرآ دوى له خپلو خبرو او پلانونه نه په شا شوي دي.

په کندهار کې د عملياتو خبره په کورنيو او بهرنيو رسنيو کې پراخ انعکاس وموند،په دغه لړ کې ولسمشر حامد کرزى خپله کندهار ته ولاړ او هلته يې قومي مشرانو ته ډاډ ورکړچې ،د دوى له مشورې پرته به هيڅ ډول عمليات هم نه ترسره کېږي.

کندهار هغه نا ارامه ولايت دى چې په دې وروستيو کې په کې د سړک غاړي ماينونو چاودنې او د نا امنۍ داسې نورې پيښې زياتې شوې چې، په ترڅ کې يې د يو شمير قومي مشرانو په گډون گڼ ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

ورته مطالب