ناټو: افغانستان کې پرمختګ ورو، خو اغېزمن دی

اندري فو راسموسن
Image caption د ناټو سرمنشي وويل د ناټو تګلاره ښې پايلې لري، خو په وينا یې طالبان په هر ګام کې تر خپله وسه جنګېږي

د ناټو سرمنشي اندري فو راسموسن ويلي دا يو ريښتينی هدف دی، چې د روان کال تر پايه به افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤوليتونو د لېږد لړۍ پيل شي.

اندري فو راسموسن وويل چې د دې هدف لپاره بايد ناټو تر خپله وسه کار وکړي.

په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې يو وار بیا د افغانستان ماموريت ته په ژمن پاتې کېدو ټينګار وشو

په غونډه کې همداراز پرېکړه وشوه، چې نړيوال او ايساف ځواکونه باید د افغان ځواکونو د پياوړتيا لپاره لازم شرايط برابر کړي.

بل خوا د امریکا دفاع وزير رابرټ ګېتس ويلي د ناټو په مشرۍ ځواکونو اوس نوښت په خپل لاس کې اخیستی.

ګېتس دا خبرې په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو تر غونډې وروسته کړې دي.

Image caption رابرټ ګېتس ټينګار کړی چې ناټو ورو، خو په اغېزمن ډول په افغانستان کې پرمختګ ګوي.

د ناټو دفاع وزيران پر داسې مهال په بروکسل کې غونډه کوي چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو سیاسي زغم مخ پر کمېدو دی، او شکونه په زياتېدو دي، د ناټو غړونه هېوادونه او متحدین له افغانستان څخه د دغې ټلوالې د ځواکونو د وتلو د مهال وېش پر سر له ترینګلتيا سره مخامخ دي.

د ناټو سرمنشي وويل د ناټو تګلاره ښې پايلې لري، خو په وينا یې طالبان په هر ګام کې تر خپله وسه جنګېږي:

((زه لا باور لرم دا يو ريښتيني هدف دې چې د روان کال په پای کې کېدی شي چې د لېږدېدنې بهير پيل شي، موږ بايد سر له اوسه سخت کار وکړو، چې دغه هدف پلی شي.))

رابرټ ګېتس بيا ټينګار کوي چې ناټو ورو، خو په اغېزمن ډول په افغانستان کې پرمختګ ګوي:

((هېڅوک دا خبره نه شي ردولی چې تراوسه د شوي پرمختګ د نامنظمو نښو په اړه کېدی شي چې بشپړ باور وشي. خو که تاسو له هغو خلکو سره وغږېږﺉ چې يوځل افغانستان ته ورغلي وي، نو نظر به يې دا وي چې حالات ورو ورو پرمختګ کوي، او نوښت زموږ په لاس کې دی.))

خو ناټو ځواکونه بيا وړاندوېينه کوي چې په راروان اوړي کې به تاوتريخوالی لا پسې زيات شي، او ټلواله هوډ لري چې د کندهار په ګډون د افغانستان په نورو برخو کې پوځي عمليات وکړي.

ورته مطالب