ننګرهار: د ځمکې پر سر شخړه کې ۳ ولسي وګړي وژل شوي

ننګرهار
Image caption د لانجمنې ځمکې پر سر د ابادېدونکي ښارګوټي لوی سړک.

د ننگرهار چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ددوو ولسواليو وگړو پر ځمکه وسلواله نښته کړې چې په ترڅ کې يې درې تنه ولسي کسان وژل شوي او تر ۲۰ ډير ټپيان دي.

نښته وروسته تر هغې وروسته وشوه چې د روداتو ولسوالۍ وسيدونکو لاريون وکړ او د کابل جلال اباد لاره يې د اوږده مهال لپاره وتړله وروسته د چارواکو په وينا د سمرخيلو په سرخ ديوال سيمه کې د روداتو خلکو د عرب توکمو ځينې کورونه وسيځل.

پوليسو هڅه کړې چې لاريون کونکي په کوتکونو سره خپاره کړي خو داسې نه دي شوي او خبره وسلوالې نښتې ته رسيدلي ده. چارواکي وايي چې ځينې لاريون کونکي يې هم نيولي دي او د ستونزې د هواري په موخه يو کميسون جوړ شوى دى.

د ننګرهار چارواکي وايي تر لاريون وروسته د ثمر خېلو په سور دېوال سیمه کې د روداتو خلکو د عرب توکمه ځينو کورونو ته اور ورته کړ.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي بي بي سي ته وويل ځينې لاريون کوونکي يې نیولي او د ستونزې د هوارۍ لپاره يې يوه کميسيون ته دنده سپارلې ده:

''د روداتو اوسېدونکو لاریون کړی و، لومړی يې د جلال اباد – تورخم لویه لاره تړلې وه او بیا يې د سور دیوال په سیمه کې د عربو کورونو ته اور ورته کړی و، د روداتو خلکو غوښتل چې د دوی او د ثمر خېلو تر ترمنځ بايد يو حد وټاکل شي. ''

ښاغلي عبدالزي وويل لاريون کوونکي د پوليسو د سوټيو په زور له سيمې وايستل شول او اوس حالت نورمال دی.

دی وايي چې د ښکېلو خلکو لخوا ډزې وشوې، چې د روداتو د ولسوال په ګډون ۲۳ تنه پکې ټپيان شول.

ورته مطالب