د هرات او بادغيس د پستو ځنګلونه به سيمه ييز خلک ساتي

د افغانستان په لوېدیځ کی د چاپېریال ساتنې اداره وایي ټاکل شوې چې تر دې وروسته د هرات او بادغیس د پستو د ځنګلونو د ساتنې چارې د سیمې اوسېدونکو ته وسپارل شي.

چارواکي وایي د دې کار په بدل کې به د پستو د محصولاتو یا عوایدو یوه برخه خلکو ته ورکول کیږي.

ویل کیږي د سیمې ډېری اوسېدونکي په ژمي کې د سونګ توکو د برابرولو په موخه ونې پرې کوي.

چارواکي وایي دوی تمه لري چې د دې طرحې په عملي کولو سره د دې ځنګلونو د حفاظت زمینه برابره شي.

د پستو ځنګلونو پخوا د هرات او بادغیس په ولایتونو کې شاوخوا ۹۰ زره هکتاره ځمکه پوښلې وه، خو د چارواکو په وینا په تېرو درو لسیزو کې دا ځنګلونه څه د پاسه ۴۰ په سلو کې له منځه تللي.

ویل کیږي د سیمې اوسېدونکي په ژمي کې د سون توکو د برابرولو لپاره د پستو ونې پرې کوي او ځنګلونه له منځه وړي.

اوس په هرات کې د چاپېریال ساتنې ریاست وایي ټاکل شوې چې تر دې وروسته د هرات او بادغیس د پستو د ځنګلونو د حفاظت چارې د سیمې اوسېدونکو ته وسپارل شي.

د هرات د چاپېریال ساتنې ادارې ریيس عبدالقیوم افغان وایي په دې توګه به خلک دې ته وهڅېږي چې خپله د ځنګلونو د له منځه وړلو نه مخنيوي وکړي:

زه فکر کوم چې که د دې ځلګلونو د حفاظت واک او چاره خلکو ته وسپارل شي او موږ یې د څارنې امکان له لاسه ورکړو نو دا ځنګلونه به په بشپړ توګه له منځه ولاړ شي.

حفيظ الله بينش

''کله چې خلک سل په سلو کې خپله ګټه ونه ویني دوي به د چاپېریال د طبیعي سرچینو د ساتنې لپاره هم خپله دلچسپي څرګنده نه کړي. کله چې خلک د دې ځنګلونو د محصولاتو د عوایدو نه برخمن شي له یوې خوا دوی ګټه ترلاسه کوي او له بل پلوه به چارواکي دوی ته د دې طبیعي سرچینو د ساتنې په هکله لارښوونه کوي او دا به ښې پایلې هم ولري.''

ریيس ګل احمد مشواڼی د بادغیس ولایت اوسیدونکی دی چې د زرګونو نورو کورنیو په شان یې د استوګنې کور د پستو په ځنګل کې د ننه جوړ شوی دی د هرات د چاپيریال ساتنی اداری د دې طرحې هرکلی کوي او وایي حکومت د خلکو له همکارۍ پرته دا ډول طبیعي زېرمې او سرچینې نشي ساتلی:

''موږ پنځه لس زره کورنۍ یو چې د پستو په ځنګل کی د ننه اوسیږو. موږ د چاپېریال ساتنې ادارې وړاندیز منلی د دې لپاره چې حکومت هلته په دې برخه کې د پام وړ اقدام نشي کولی او ځنګل د له منځه تلو په حال کې دی که د دې ځنګلونو د حفاظت چارې خلکو ته وسپارل شي نو هم به ځنګلونه وساتل شي او هم پستې. ''

په داسې حال کی چې یوشمېر خلک د سیمې اوسېدونکو ته د ځنګلونو د ساتنې چارو د ورسپارلو طرحه د منلو وړ بولي، خو یوشمېر نور چارواکي او کارپوهان بیا دا په ځای اقدام نه بولي.

د بادغیس د کرنې ادارې ريیس حفیظ الله بینش وایي که دا کار وشي نو پاتې ځنګلونه به هم د زورواکانو‎ لخوا له منځه یووړل شي:

''زورواکه کسانو په خپل سره د ځنګل په مختلفو سیمو کې ځان ته جلا او خپلو څارویو ته جلا ځایونه جوړ کړي. د دې ځنګلونو زرهکتاره سیمه یوازې په دې وروستیو څو کلونو کی خرابه شوې او پر کرنیزه کروندو بدلې شوې دې .

زه فکر کوم چې که د دې ځلګلونو د حفاظت واک او چاره خلکو ته وسپارل شي او موږ یې د څارنې امکان له لاسه ورکړو نو دا ځنګلونه به په بشپړ توګه له منځه ولاړ شي.''

دا یوازې د افغاسنتان په لوېدیځ کې د پستو ځنګلونه نه دي چې د له منځه تللو په حال کې دي، بلکې د افغانستان په ځینو نورو سیمو کې هم ځنګلونه څړځایونه او د چاپېریال نورې طبیعي سرچینې ویجاړې شوې او یا د له منځه تللو په حال کې دي.

د افغانستان د چاپېریال ساتنې لوی ریاست هم په دې وروستیو کې هڅه کړې چې د بېلابېلو لارو نه د دې ناورین مخنيوی وکړي.

په دې وروسیتو کې د هرات د چاپېریال ساتنې ریاست اعلان وکړ چې تر دې وروسته به هغه کسان چې د چاپېریال طبیعي سرچینو ته زیان وراړوي د چاپېریال ساتنې د قوانینو له مخې د جرمانې د ورکولو او له ۶ میاشتو تر دوو کلونو د حبس سزا ورکول کېږي.

چارواکي وایي سزا به د جرم د څرنګوالي په پام کې نیولو سره ټاکل کیږي.

پر دې ټولو سره سره ویل کېږي چې په ټولو سیمو کې د امنیت د پوره ټینګښت او د قانون له حاکمیت پرته به د طبیعي سرچینو او زېرمو د حفاظت کار ستونزمن وي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .