په دايکندي کې ۸ پوليس ۴ ولسي وګړي وژل شوي

د دايکندي مرکز نیلي
Image caption اته پوليس او څلور ولسي وګړي هغه مهال ووژل شول، چې طالبانو د پوليسو پر يوه مرکز بريد وکړ.

د نويو تاوتريخوالو په لړ کې د افغانستان په مرکزي ولايت دايکنډي کې څلور ولسي کسان او 8 پوليس وژل شوي دي.

د دايکنډي والي قربان علي ارزگاني بي بي سي ته ويلي دي چې د ياد شوي ولايت په کجران ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د پوليسو پر يوۀ مرکز بريد کړى چې د نښتې په ترڅ کې دغه شمير پوليس او ولسي وگړي وژل شوي دي.

ښاغلي ارزگاني په دې ترڅ کې د نهو تنو وسلوالو طالبانو د وژنې خبره هم کړې ده خو وسلوالو طالبانو تر دې مهاله پر دې اړه څه نه دي ويلي.

په تېرو دوو کلونو کې دغه ولسوالي د طالبانو په لاس کې وه او ايله دوه مياشتې مخکې د حکومتي ځواکونو لاسونو ته لوېدلې ده.

وړاندې بهرنيو ځواکونو ویلي وو چې د کندهار عملیات به د افغانستان نورو سيمو ته هم وغځوي، خو داسې ښکاري چې دغه عملیات لا تراوسه نه دي پيل شوی.

له دې سره طالبانو هم ګواښ کړی و، چې د افغانستان بېلابېلو سيمو ته به خپل بريدونه وغځوي.

ورته مطالب