کاميرون: برتانيا باید افغانستان کې مرګوني اوړي ته تياره شي

ښاغلی کاميرون
Image caption ښاغلی کاميرون په دې وروستیو کې افغانستان ته هم تللی و.

په پارلمان کې د وينا پرمهال ډېوېډ کاميرون وويل برتانوي پوځيان به له اړتيا پرته یوه ورځ هم په افغانستان کې نه پاتې کېږي، خو د هغوی راويستل به پر ځمکنیو شرايطو پورې اړه لري.

په واشنګټن، د ناټو په مرکز بروکسل او کابل کې چارواکي سياستوال ، قوماندانان او چارواکي ټول هغو اشارو ته ګوري، چې ايا د افغانستان په اړه د برتانيا د نوي حکومت تګلاره به تر پخوانۍ هغې توپير ولري او که نه.

په حقیقت کې اصلي تګلاره نه ده بدله شوې.

ښاغلي کامیرون پارلمان ته د خپلې وينا پرمهال د افغانستان په تړاو په ښکاره د افغانستان د تګلارې ملاتړ وکړ.

د برتانيا حکومت او په ناټو کې د هغه د ايتلافي ملګرو لپاره وخت تېرېږي او د خلکو او سیاستوالو د زغم او د ماموريت نه د هغوی د ملاتړ په اړه د هغوی اندېښنې مخ پر زياتېدو دي.

د برتانيا لومړي وزير وويل راتلونکی کال به په افغانستان کې يو مهم مهال وي.

Image caption ډېوېډ کاميرون په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يوې خبري ناستې ته وويل چې د افغانستان او پاکستان امنيت د برتانیا په ګټه دی.

د ښاغلي کاميرون په وينا، په افغانستان کې پرمختګ په شا نه تلونکی دی، خو خبرداری يې ورکړ، چې سخت کال یې په مخ کې دی:

((دا یو مهم کال دی، مو د اړتیا تر کچې په ډګر کې ځواکونه لرو، موږ نه يوازې په پوځي برخه، بلکې په دپلوماتيکي او پرمختيايي برخو کې هم تر ټولو ښه خلک لرو، خو فکر نه کوم چې دا به اسانه وي، زه باید پارلمان ته خبرداری ورکړم، چې د اوړي په مياشتو کې نورو مرګ ژوبلو ته تیار اوسي؛ ځکه چې د جګړو موسم پيل شوی او نړيوال ځواکونه خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکوي.))

واقعیت دا دی چې برتانیا په يوازې سر په افغانستان کې پر پېښو د اغېز لپاره د مانور ډېر امکانات نه لري، خو په ایتلاف کې د نورو شاملو غړو په ګډون د برتانیا حکومت هیله لري وبه کولای شي دا وښيي چې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي.

حکومت به هڅه وکړي چې د خپلو خلکو ملاتړ له ځانه سره ولري.

خو دا بيا بېله خبره ده، چې په ډګر کې به څه تېرېږي.

Image caption له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د طالبانو د تحريک له راپرځېدا او پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته افغانستان کې ۲۹۵ برتانوي پوځيان وژل شوي.

ښاغلی کاميرون په دې وروستیو کې افغانستان ته هم تللی و.

نوموړي په کابل کې له افغان ولسمشر حامد کرزي سره يوې خبري ناستې ته وويل چې د افغانستان او پاکستان امنيت د برتانیا په ګټه دی.

نوموړي په جنوب کې له مېشتو برتانوي ځواکونو سره دا ژمنه هم وکړه، چې د اړتيا وړ پر پوځي توکو به يې سمبال کړي.

دا مهال برتانیا په افغانستان کې کابو لس زره پوځيان لري، چې زياتره يې په نارامه ولایت هلمند کې مېشت دي.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا د طالبانو د تحريک له راپرځېدا او پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته افغانستان کې ۲۹۵ برتانوي پوځيان وژل شوي.

ورته مطالب