په ترکيه کې د ښوونې د پرمختيا نړيوال کنفرانس جوړ شو

.
Image caption د کنفرانس په وروستۍ ورځ به سنبالوونکي د خپلو چارو پايلې وړاندې کوي.

''د ښوونې او روزنې پر وړاندې نوې پولې'' دا د هغه پنځه ورځنی نړيوال کنفرانس سرليک دى چې د نژدې ۱۱۱ هيوادونو، د ښوونې او روزنې پوهانو او پوهنتوني استاذانو په ګډون د ترکيې په استنبول ښار کې د دوشنبې په ورځ ( د جون مه) پېل شو.

دې کنفرانس ته له افغانستان نه هم پوهنتوني استاذان او د ښوونې او روزنې د چارو کار پوهان ورغلي دي.

د استنبول په بوګازشي پوهنتون کې د کنفرنس په لومړۍ ورځ وينا والو هغه ستونزې رابرسېره کړې چې دا مهال ورسره نړۍ په ښوونيز ډګر کې لاس او ګرېوان ده.

د سيمينار په پنځو ورځو کې به بېلابېل پروفيسران او پوهان د پوهنې په باب خپلې ويناوې اوروي.

په دې کنفرنس کې يو شمېر سويډني او الماني او افغاني پروفيسران په افغانستان کې د ماسترۍ پرهغه پروګرام وغږېدل چې د سويډن د کارلسټاد پوهنتون په مټ په افغانستان کې پېل شوى وو او په ترڅ يې شا او خوا ۲۱تنه فارغ شول، چې د روانې اوونۍ په لومړيو کې يې په استنبول ښار کې خپل تيزسونه دفاع کړل.

خو دا چې له دې کنفرنس نه وروسته پاتې هېوادونه په ښوونيز ډګر کې څه تر لاسه کولى شي، د افغاني ډلې يوه غړي او د کنفرنس ګډونوال طاهر عصمت وويل:''دا د ښوونې او روزنې هغه ستونزې رابرسېره کوي چې رسنۍ ورته لاسرسى نه لري.''

د ننګرهار پوهنتون يو استاذ عبدالطيف مل شينواري بيا وويل :''د سيمينار ګډونوال که هرڅوک دي، خو د خپل علمي رسالت تر مخه کولى شي چې حقايق را برسېره کړي او وروسته پاتې هيوادونه ترې د خپل ښوونيز نظام د جوړښت لپاره کار واخلي. ''

متقابل اغېز

همدارنګه د افغاني ډلې مشر د ښوونې او روزنې ډاکتر امير محمد منصوري بيا په دې باور دى چې ''دا ډول کنفرانسونه د تجربو د شريکولو لپاره يوه ښه وسيله کېداى شي، چې اغيزې يې متقابلې وي. ''

د ننګرهار پوهنتون استاذ ميروس شينوارى په دې باور دى چې له ښوونيزو ګټو سره سره دا ډول سيمينارونه پر کولتورونو د پوهاوي او بلدتيا لپاره هم ګټور تماميږي.

د افغاني ډلې د يوه غړي او پوهنتوني استاذ محمد دوست ساپي په اند '' دا سيمينارونه بايد عملي بڼه غوره کړي او د وروسته پاتې هيواودونو لپاره پکې د مرستو يو تعهد موجود وي.''

د کنفرانس په وروستۍ ورځ به سنبالوونکي د خپلو چارو پايلې وړاندې کوي.