د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې سخته جګړه شوې

د افغانستان په ختيځ ولايت ننګرهار کې د شېرزادو پر ولسوالۍ وسله والو طالبانو بريد کړی.

بريد تېره ورځ غرمه مهال، پر شېرزاد ولسوالۍ د طالبانو په بريد پيل شو، چې څو ساعته يې دوام وکړ.

په بريد کې د افغان ځواکونو سربېره نړيوالو ځوکونو هم برخه اخیستې.

تر اوسه د جګړې په رپوټونو کې د لسو ولسي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.

د شېرزادو ولسوالۍ يوه چارواکي، چې د نامه له اخيستو يې ډډه کړې، بي بي سي ته وويل جګړه تېره ورځ يوولس بجې پيل شوه، چې تر ماښامه يې دوام درلود.

د سرچينې په وینا، تر ۱۰۰ ډېرو وسله والو د ولسوالۍ پر ودانۍ بريد وکړ، چې غوښتل يې ولسوالي ونيسي، خو وسله وال بېرته شاته وتمبول شول.

په عين حال کې وسله والو طالبانو بريد تاييد کړی .

د دغې ډلې يوه تن ویاند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته له يوه نامالومه ځايه د تيلې فون پر کرښه وويل بريد تېره ورځ پيل شو، چې په ادعا يې بريد کوونکو د امريکايي ځواکونو څلور ټانکونه ويجاړ کړل.

نوموړي ادعا وکړه، چې اته امريکايان او تر لسو ډېر افغان سرتېري په جګړه کې وژل شوي، خو افغان امنيتي چارواکو بيا دغه ادعا نه ده تاييد کړې.

ښاغلي مجاهد دا ادعا هم وکړه چې د شېرزادو ولسوالۍ شاوخوا شپږ پوستې يې جنګياليو نيولې دي.

مجاهد ته که څه هم د پېښې وروستي مالومات نه وو مالوم، خو زياته يې کړه چې بريد کوونکي ولسوالۍ ته ننوتي.

خو د شېرزاد ولسوالۍ چارواکو ويلي چې په جګړه کې دوی ته هېڅ زيان نه دی اوښتي او تر څو ساعته جګړې وروسته يې طالبان پر شا تمبولی دي.

په شېرزاد ولسوالۍ کې کابو دوه میاشتې وړاندې هم ورته جګړه شوې وه.

هغه مهال جګړه هله پيل شوه، چې افغان امنيتي سرتېري د کوکنارو د کروندو د اړولو لپاره هلته ورغلل، چې د طالبانو له بريد سره مخامخ شول.

داسې ويل کېدل، چې ګني ولسي خلکو طالبانو ته ځای ورکړی و، چې د کوکنارو د اړولو پرضد له افغان امنيتي ځواکونو سره جګړه وکړي او مخه يې ونیسي.

له تېر يوه کال راهيسې ختيځ ننګرهار ولايت څه ناڅه ارامه و.

وړاندې په ختيځ کې طالبانو د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو د نه تړل ژمنه کړې وه.

خو د افغانستان په جنوب کې د افغان او نړيوالو ځواکونو د عملیاتو له پيل سره، طالبانو هم اعلان وکړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې به خپل بريدونه پيلوي.

ورته مطالب