امریکا د بګرام له زندانه ۲۵ بندیان خوشي کوي

بګرام
Image caption په دغه زندان کې شاوخوا اته سوه کسان بندیان دي، چې زياتره يې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي.

دا لومړی ځل دی چې د بګرام له زندانه د شاوخوا ۲۵ بندیانو د خوشي کېدو خبر ورکول کېږي.

په افغانستان کې مېشت امريکايي ځواکونه وايي ډېر ژر به د بګرام له زندانه پنځه ويشت زندانیان خوشي شي.

دوی وايي دا چاره له د دوی د دوسيو تر څېړلو وروسته ترسره شي.

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي د یوشمېر طالب زندانیانو د دوسیو د سره څېړلو امر کړی و او د دې چارې لپاره یې يو ځانګړی پلاوی هم ټاکلی و .

کرزي پلاوي ته امر کړی و، د ټولو هغو زندانیانو دوسيې له سره وڅېړي، چې له طالبانو سره په تړاو نيول شوي دي.

د روانې مياشتې په لومړيو کې د سولې په ملي مشورتي جرګې کې هم پر دې ټينګار وشو چې د طالبانو ځينې بندیان دې د ښه نیت په خاطر خوشي او له تور لېسته دې د هغو د جګپوړي مشرانو نومونه ليرې شي، چې سولې ته لاره هواره شي.

په افغانستان کې امريکايي ځواکونه وايي له بګرامه د ۲۵ زندانیانو د خوشي کولو چاره د کرزي له ګمارلي پلاوي سره په همغږۍ سره ترسره کېږي.

افغان چارواکي بيا وايي دغه بندیان باید داسې مهال خوشي شي، چې دوی ژمنه وکړي، چې بيا به تاوتريخوالی نه کوي.

بګرام د کابل په شمال کې د امريکا تر ټولو لوی پوځي زندان دی.

Image caption امريکا وايي وايي افغان ځواکونو ته يې په دې اړه سمه روزنه ورکړې، چې د زندانیانو پاملرنه وکړي.

په دغه زندان کې شاوخوا اته سوه کسان بندیان دي، چې زياتره يې له القاعدې او طالبانو سره د تړاو په تور نيول شوي.

په تېر کې په دغه زندان کې له بندیانو سره د امريکايي پوځيانو د ناوړه چلند خبرونه ورکړل شوي ول.

د بشري حقونو يو شمېر ټولنو ويلي وو چې هلته زندانیان وهل کېږي ټکول کېږي، او له دوی سره ناوړه چلند کېږي، خو امريکايي ځواکونو د زندانیانو د ازورده کولو غه رپوټونه رد کړي دي.

په همدې حال ټاکل شوې چې افغانستان کې د ټولو زندانیانو چارې د افغانستان دولت ته وسپارلې شي.

وړاندې افغانستان او امريکا هوکړه وکړه، چې د راتلونکې کال په جنورۍ میاشت کې به په رسمي توګه د زندانونو مسؤولیت افغان چارواکو ته سپاري.

امريکا وايي وايي افغان ځواکونو ته يې په دې اړه سمه روزنه ورکړې، چې د زندانیانو پاملرنه وکړي.

خو تر اوسه مالومه نه ده، چې ایا تر ټاکل شوې نېټې پورې به افغانستان به د ټولو زندانیانو د ساتلو جوګه شي او که څنګه.

ورته مطالب