چارواکي: ۳۵۵ ولسوالۍ له امنيتي ګواښونو سره مخامخ دي

Image caption ولسي جرگه داسې مهال د امنيتي انديښنو په اړه غږ پورته کوي چې ټاکل شوې ده يوه اوونۍ وروسته په دغه هيواد کې ټاکنيزې منډې ترړې شروع شي،او نوماندان هم نا امنۍ د خپل ټاکنيز کمپاين په لاره کې تر ټولو ستر خنډ بولي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې له ٣٦٤ ولسواليو څخه ٣٥٥ ولسوالۍ له راز راز امنيتي گواښونو سره مخامخ دي.

د کورنيو چارو سرپرست وزير منير منگل دغه څرگندونې نن د افغانستان ولسي جرگې ته وکړې د افغانستان ددفاع وزير عبدالرحيم وردگ هم په غونډه کې حاضر و.

خو دغو دوو لوړ پوړو چارواکو وويل چې په راتلونکو دريو مياشتو کې به د افغانستان په ډيرو سيمو کې ټاکنو ته حالات برابر کړي.

ولسي جرگې دغه چارواکي دې لپاره غوښتي وو چې د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو د خونديتوب په موخه جرگې ته ډاډ ورکړي، ټاکل شوې ده چې نژدې درې مياشتې وروسته دغه ټاکنې تر سره کړي.

وروسته تر هغې چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون مشر فضل احمد معنوي د رڼو ټاکنو تر سره کيدل له خوندي امنيت سره وتړل.

نن ولسي جرگې د کورنيو چارو سر پرست وزير منير منگل او ددفاع وزير عبدالرحيم وردگ خپلې غونډې ته ور وبلل،دواړو چارواکو وويل چې د ولسي جرگې د راتلونکو ټاکنو د خونديتوب په موخه يې ځانگړې تگلارې جوړې کړې دي خو ورسره يې د ځينو امنيتي گواښونو په اړه هم انديښنه وښووله.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست منير منگل غونډې ته وويل چې له ټولو درې سوه او څلور شپيته ولسواليو څخه درې سوه او پنځه پنځوس يې له راز راز امنيتي گواښونو سره مخامخ دي.

سره له دې چې دواړو چارواکو وويل چې د بهرنيو ځواکونو په مرسته به رتلونکو ټاکنو ته ډاډمن چاپيريال برابر کړي خو دغه څرگندونې د جرگې د غړو د قناعت وړ ونه گرځيدې پاچا ځدران په ولسي جرگه کې د پکتيا د خلکو استازى دى.

په پاى کې تر شاوخوا دريو ساعتونو خبرو اترو وروسته د ولسي جرگې مشر محمد يونس قانوني وويل چې د ټاکنو د خونديتوب په موخه د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو جوړې کړل شوې تگلارې بيا کتنې ته اړتيا لري.

نوموړي له دواړو چارواکو وغوښتل چې دغه تگلارې له افغان ولسمشر سره شريکې کړي:

ستونزه له ولسمشر سره شريکه کړﺉ

''د افغانستان د امنيت مسله يوه سيمه یيزه او نړيواله لوبه ده موږ چې په اتو کلونو کې بريالي نه شو نو په درېيو مياشت کې دا ستونزې نه شو هوارولاى نو ددفاع له وزير او ښاغلي منگل نه غوښتنه کوم چې دا ستونزه له افغان ولسمشر سره شريکه کړې،که موږ يوازې پر تگلارو بسنه وکړو نو دا يوه برخه ده زموږ د کار پلي کوو به يې څنگه.

غوښتنه کوم چې په دې برخه کې يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړۍ که ولسمشر ته کره راپور ورسيږي نو هغه به هم د بياکتنې او د عملي لارې د موندلو په فکر کې شي.''

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسي جرگې راتلونکو ټاکنو ته د وږي وويشتمه نيټه غوره کړې ده.

ولسي جرگه داسې مهال د امنيتي انديښنو په اړه غږ پورته کوي چې ټاکل شوې ده يوه اوونۍ وروسته په دغه هيواد کې ټاکنيزې منډې ترړې شروع شي،او نوماندان هم نا امنۍ د خپل ټاکنيز کمپاين په لاره کې تر ټولو ستر خنډ بولي.

ورته مطالب