په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نور: له ولسمشر کرزي سره مې اړيکي ښه شوي

ښاغلی نو ر وايي اوس هم پر هغو خبرو ولاړ دی چې تر ولسمشريزو ټاکنو مخکې يې کولې خو له نظام سره مخالفت نه لري.

د افغانستان په شمال کې د بلخ والي عطا محمد نور وايي دى د هېواد له مرکزي حکومت او نظام سره مخالفت نه لري بلکې د اصلاح او بدلون غوښتونکی دی.

د بلخ والي زياتوي له ولسمشر کرزي سره يې د ټاکنو پر مهال خړ پړ شوي اړيکي بېرته سم شوي دي.

دغه راز ښاغلي نور په افغانستان کې پر ميشتو بهرنيو ځواکونو تور ولگاوه چې هغوی دلته د خپلو موخو د ترلاسه کولو په نيت راغلي دي او دده په وينا استخباراتي چارې ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه چې په شمالي ولايتونو کې د نا امنيو د ډېرېدو لامل د حکومت کمزوري او هلته له نورو سيمو څخه د طالبانو ورتگ هم دى.

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي مزار شريف ته تللى او هلته يې له والي عطامحمد نور سره مرکه کې او په پيل کې يې ترې پوښتلي چې يو بريالي والي بايد کومې ځانګړتياوې ولري؟

د افغانستان په شمال کې د بلخ والي عطا محمد نور وايي دى د هېواد له مرکزي حکومت او نظام سره مخالفت نه لري بلکې د اصلاح او بدلون غوښتونکی دی.

د بلخ والي زياتوي له ولسمشر کرزي سره يې د ټاکنو پر مهال خړ پړ شوي اړيکي بېرته سم شوي دي.

دغه راز ښاغلي نور په افغانستان کې پر ميشتو بهرنيو ځواکونو تور ولگاوه چې هغوی دلته د خپلو موخو د ترلاسه کولو په نيت راغلي دي او دده په وينا استخباراتي چارې ترسره کوي.

نوموړي زياته کړه چې په شمالي ولايتونو کې د نا امنيو د ډېرېدو لامل د حکومت کمزوري او هلته له نورو سيمو څخه د طالبانو ورتگ هم دى.

پوښتنه: يو بریالی والی باید کومې ځانګړنې ولري؟

ځواب :

چې يو منظم پلان ولري ، د پلان د پلي کولو تر څنګ ښه مديريت ولري او له خلکو سره ډېر نژدي اړيکي ولري . که چېرته د خلکو ملاتړ ورسره وي نو له شکه پرته د پروګرامونو په پلي کولو کې که هغه د امنيت د ټينګښت په برخه کې وي او که د پرمختيايي او د بيارغونې د پروژو په پلي کولو کې وي ، کولای شي چې لاس يې دراز و واوسي او په برياليتوب سره ګام واخلي.

موږ د خدای په مهربانۍ سره ډېر منظم پرمختيايي پېنځه کلن ولايتي پلانونه لرو، که څه هم تر اوسه پورې موږ نه يو بريالي شوي چې نه د لنډمهالو پروژړو ، نه منځنيو هغو او نه هم د اوږدمهالو پروژو او يا بېخبناوو لپاره د ډونرانو او يا مرکز مرستې راجلب کړو.

تاسې وايي چې ډونران خپلې ‌ډېرې پيسې د خپلو هېوادونو د پاليسو له مخې په يو شمېر ځانګړو ولايتونو کې لګوي .

پوښتنه :

نو بيا داپيسې له کومه کېږي ، تاسې خو وويل چې مرسته کوونکي هېوادونه مرستې نه کوي او له مرکزي حکومت څخه هم تاسې شکايت کویء، نو دا پيسې له کومه راځي؟

ځواب :

موږ يو څو تقريبا ملي پروژې د مرکز له لوري لرو او يوه دوه نورې پروژې هم د بهرنيو دوستانو په مرسته پلي کېږي . نورې ټولې پروژې موږ له کو سوداګرو او له څو ډونرانو او موسساتو څخه مو نيغ په نيغه مرستې اخيستې ، هغوی مو هڅولي چې دلته امنيت شته، قانون شته او د مرستو د جذب وړتيا شته ، نو راشیء پانګونه وکړیء.

ځينې دغه سرچينې مو په مستقيم او مستقل ډول راجذب کړي دي خو موږ د پرمختيايي پروګرامونه د نامتوازن والي او د بهرنيو دوستانو، ډونرانو او مرستندويانو او يا تمويلونکو سرچينو له ناعادلانه پاملرنې څخه همېشه شکايتونه درلودل .

مرکز ملامت نه دی ، ځکه چې زياتې پيسې او بوديجه پخپله بهرنيان لګوي او ډېره لږه برخه يې مرکزي دولت ته ورکول کېږي .

او هلته هم داسې خبره ده چې د کابينې د يو شمېر وزارتونو وړتيا ښه ده خو ډېر وزارتونه له بده مرغه کمه وړتيا لري، نه پيسې جذبولای شي او نه يې هم لګولای شي .

دا هم ددې لامل دی چې موږ ته سمه پاملرنه و نه شي .

خو په هر حال موږ د سوداګرو ، دخلکو او د يو شمېر پانګوالو د برخې اخيستلو لپاره د سيمه ييزو نوښتونو په مرسته وکولای شول چې يو شمېر ښه کارونه وکړو.

پوښتنه:

په بلخ ولايت کې په بيارغونه کې د بهرنيانو ونډه ، تاسې وويل چې دوی کارنه کوي او په بيا رغونه کې مهمه ونډه نه لري ، تاسې ولې دا نيوکه درلوده؟

ځواب :

زه دا نيوکه اوس هم کوم ، ما همېشه ويلي په داسې ځای کې چې امنيت وي او د پرمختګ لپاره مناسب ځای وي ، وړتيا هم موجوده وي ، سمونونه پلي شوي وي، داسې ځای وي چې ځانمرګی نه مني، چاودنه نه مني، مخالفينو ته نه لاره او نه ځای ورکوي ، تارياک او چرس مو صفر کړي دي ، خو له بده مرغه ددې پر ځای چې دلته يو امتياز ورکړل شي او د مننې پر ځای د دغو خلکو لپاره پروژې او پروګرامونه پلي شي، دغه ولايت د بېلګې په ډول مطرح شي او نور ولايتونه په اصطلاح ددغه ولايت پر پلونو ګامونه کېږدي ، دلته قانون شته او په کار کې هم برياليتوبونو شته نو اصلا دغه ځای ته پام نه کوي . که پاملرنه هم شوې نو ډېره کمه ده .

دوی اوس موږ ته وايي چې اوس موږ متوجه شوي يو چې په داسې يوه ولايت کې چې د پرمختګ لپاره مناسبه فضا لري دا تېروتنه وه چې تر اوسه موږ کار و نه کړ ، ددې لپاره بايد کار وشي خو زه نه پوهېږم چې کار به څه وخت کوي ،خو موږ يې يو څه هيلمن کړي يو .

خو د يوه بام او دوو هواو پاليسۍ وې، نامتوازنې وې.

دا خبرې د ډونرانو او لويو هېوادونو په تړاو وې او اوس د ولايتي بيارغونې ډلو يا پي ار ټيانو ته راځم.

تر درې کاله زياته دلته بريتانيا پي ار ټي درلوده چې له بده مرغه له اوپراتيفي کارونو پرته يې د بيارغونې په برخه کې هېڅ کار نه دی کړی او هېڅ ونډه يې نه درلوده .

د استخباراتو په برخه کې يې کار کاوه .

تر هغه را وروسته څلور پېنځه کاله کېږي دلته د سوېډن د ولايتي بيارغونې ډله ده خو له بده مرغه دوی هم د بيارغونې هېڅ کار نه دی کړی .

که څه هم موږ په وار وار پرې فشار راوړ دی چې دوستانو ! تاسې په پېنځه يا درې سوه کسانو ددغه ځای امنيت نه دی تينګ کړی دا د خدای مهرباني او زموږ د خلکو مرسته او ملاتړ دی .

پوښتنه :

تاسې څه فکر کوی دوی ولې پرمختيايي پروژې نه لري ، لکه تاسې چې وويل د و لايتي بيارغونې د ډلو کار هم بيارغونه ده ، نو بيا ستاسې په فکر دوی ولې هغسې پرمختيايي کارونه نه کوي چې تاسې واياست ؟

ځواب:

هو ، لکه څنګه چې ما مخکې وويل دا د هغې پاليسي پر بنسټ جوړې شوې چې خلک خوشاله وساتي ، ان ما پي ار ټي راټينګه کړه چې تاسې خپل نوم پروينشل ريکانسټرکشن ټيم ايښی دی نو دا خپل نوم پر پرونشل سيکيورټي ټيم بدل کړیء چې موږ دخلکو له فشاره خلاص شو او و نه وايي چې موږ بې کفايته يو چې تاسې نه شو را جلبولای ، خو موږ وايو چې تاسې ټمبلان ياست کار نه کویء .

دا چې دوی کار نه کوي نو موږ نه پوهېږو چې څه خبره ده ؟ له دې امله چې موږ قانونمند خلک يو او دلته جګړه نه پرېږدو نو ښايي له همدې امله به وي ؟ خو دا يو بشپړ ناسم منطق دی چې هغو سيمو ته زياتې پروژې ورکړل شي چې جګړه پکې وي .

دا منطق زموږ لپاره د منلو وړ نه دی ، که څه هم دوی راته وويل چې ستاسې يو دوه ولسوالۍ کله کله نا ارامه کېږي تاسې کولای شیء چې دلته پروژې جوړ کړې موږ به يې کار ډېر ژر وکړو..

خو ما ورته وويل چې اصلا زه دا له منطقه لري کار نه شم منلی چې خپلې ارامې ولسوالۍ وهڅوم چې جګړه وکړیء ، توغندي وولیء چې د هغوی په څېر بيا پروژې واخلیء.

ما ورته وويل چې دا کار موږ نه کوو ، موږ ته بايد په عادلانه او منطقي ډول پروژې راکړل شي .

پوښتنه :

تاسې وويل چې بهرنيان دلته راغلل دلته يې د ولايتي بيارغونې ډلې يا PRTګانې جوړې کړې او ځينو يې ستاسې په وينا استخباراتي کارونه کول ، دوی د څه شي په اړه غوښتل معلومات تر لاسه کړي ؟

ځواب :

هغه هېوادونه چې دلته په افغانستان کې دي ، ددې ترڅنګ چې د خپلو هېوادونو د ملي ګټو پر بنسټ راغلي دي ، خو له بله پلوه غواړي چې له افغانانو سره هم يو ډول همکاري وکړي، دوی په سيمه کې ډېرې لويې استخباراتي لوبې لري او افغانستان د دوی د ټوپ او لوبې دړه او تخت دی .

زه له دې څخه هېڅ هېواد هم نه استناء کوم چې استخباراتي لوبه نه لري ، د دوی استخباراتي لوبې په ډېره پرمختللي کچه او د ډېرې پرمختللې تکنالوژۍ او ډېرو پراخو امکاناتو په مټ روانې دي . همدا اوس دوی دلته اجنټان روزلي او همدا اوس د دوی د ګټو لپاره راپورونه ټولوي او په دې برخه کې تر نورو برخو ډېر کار کوي.

پوښتنه :

دوی څه غواړي ، بهرنيان خو چې دلته راغلي دوی خو وايي چې د افغاستان لپاره راغلي او که افغانستان ثبات ولري ددغو هېوادونو امنيت به هم ورسره ښه وي ، دوی خپله د خطر احساس کوي ، تاسې دلته کومه لويه لوبه وينیء؟

ځواب :

ښه ! سړی کولای چې دا له بېلا بېلو زاويو او ليدلورو څخه وارزوي ، هر هېواد چې هر ځای کې وي پخپله خاوره کې او يا چې بل ځای ته په دنده ځي ، نو دې ته لومړيتوب ورکوي چې بايد دقيق اطلاعات او راپورونه ولري . او دا د يوه پوځي ځواک اړتيا هم ده چې د پراخو پوځي فعاليتونو تر څنګ بايد پراخ استخباراتي فعاليتونه هم ولري . دويم دا چې دوی د خپلو ملي ګټو او د خپلو هېوادونو د پاليسو لپاره کار او فعاليت کوي . ځينې نور ټکي هم پکې پټ دي چې زه نه غواړم ډېر يې وشنم.

پوښتنه :

تاسې وويل چې بهرنيان د افغانستان شمالي سيمو راغلي ، او دلته ځانګړي هدفونه لري په شمالي ولايتونو کې ستاسې معلومات څه ول ؟

ځواب:

ما تر پر دې ټينګار کړی چې شمال ته دې د پوځي ځواکونو د را زياتېدلو پر ځای د ظرفيتونو په لوړولو او دپوليسو ، پوځ او امنيت پر جوړولو ډېرې پيسې ولګوي او زحمت دې وکاږي .

هر څومره چې دوی ځواکونه را زياتوي هغومره تاوتريخوالی او د ولسي وګړو مرګ ژوبله زياتېږي .

هغومره د خلکو په منځ کې نارضيان ډېرېږي او کله چې خلک ناراضه او عقدمن شول نو د مخالفينو لکي لويوي.

موږ وايو تر دې چې ستاسې د ځواکونو دزياتېدولو له امله زموږ او ستاسې ټولو زيانونه زيات شي او بيا به ستاسې پيسې هم ډېرې لګېږي ځکه پوځي لګښتونه خورا زيات وي نو تر دې به دا ښه وي چې دغه ډېره بوديجه پخپله د افغانانو د ظرفيتونو پر لوړولو او درې ګونو پوځي ځواکونو پر جوړلو ولګول شي . زه له هغې ورځې وېرېږم چې کله د بهرنيو دوستانو دنده بشپړه شي او له افغانستانه ووزي او بيا نو زموږ لاس خالي وي ، موږ بيا دا ظرفيت ونه لرو چې د افغانستان امنيت ټينګ کړو او د پولو امنيت وساتو او د کورنيو تاوتريخوالو مخه هم ونيسو، زه د هغې ورځې له امله خپه کېږم.

زه همېشه ددې مخالف وم چې په افغانستان کې دې پوځيان زيات شي بلکې د افغانانو د ظرفيتونو پر لوړولو بايد ډېر لګښت وشي .

پوښتنه :

دشمال په ځينو ولايتونو کې نا امنۍ ډېرې شوې دي لمه تخار او کندوز کې ، او همدا راز په شمالي ولايتونو کې د بهرنيو ځواکونو شمېره هم ډېرېږي نو ايا تاسې د لته کوم تړاو وينیء او که دا کوم بل سبب لري؟

ځواب:

مخالفين تر اوسه پورې ځواکمن نه دي ، دا زموږ کمزورتيا ده چې هغوی پياوړي ښکاري او فعاليتونه يې هم لږ زيات محسوسېږي ځکه چې موږ کمزورتياوې لرو هغه که دولت وايو او که پوځي ځواکونه، دا يوه برخه ده .

بله برخه يې دا ده چې له پولې هغې خوا ته يانې په پاکستان کې يو لړ فشارونه او ترسره کېدونکي کارونه دي او بله خوا هغه فشارونه چې په هېلمند کې رامخې ته شول ددې لامل شول چې دوی تيت و پرک شي او راشي په لري او خوندي سيمو کې فعاليتونه پيل کړي . دغه راز طالبانو د خپلې پالسۍ او سياست له اړخه هم هڅه وکړه چې په نورو ارامو ولايتونو کې هم شر و شور جوړ کړي چې په سياسي ډګر کې لږ نور مطرح شي . دغه راز يو شمېر بهرني هېوادونه چې زه نه شم کولای نوم يې واخلم هغوی هم کله نا کله په دې تورنېږي چې د طالبانو په له منځه تلو نه دي خوشاله او ويل کېږي چې په چورلکوکې يې لېږدول خو ما دا نه دي ليدلي او داسې هم ويل کېږي چې وسلې او مهمات هم ورکول کوي چې د دوی همېشني شتون ته يوه پلمه جوړه شي او له دې څخه سياسي ګټه واخيستل شي .

خو زه په دې ټکي ځکه ډېر ټينګار نه کوم چې کوم لاسوند نه لرم که څه هم ډېر خلک وايي چې ما په پلاني ځای کې وليدل چې چورلکې کېناستلې، په پلاني ځای کې وليدل چې خلک يې کښته کړل .

زه که څه هم ټينګار نه کوم ځکه چې پخپله مې نه دي ليدلي خو امنيتي سرچينې ، پوليس او خلک ټول دا خبره کوي ، پوليسو هم راته ويلي ، ملي امنيت هم راته ويلي او واييي چې چورلکې راغلې کېناستلې يا يې توکي کښته کړي او يا يې خلک . او داسې هم شوي چې خلک يې پورته کړي او وړي يې دي .

اوس موږ نه پوهېږو چې دا څه ول ؟ ايا قاچاق و، او که يې خپل جاسوسان او اجنټان ښکته کړي او يا يې مخکې کښته کړي ول اوس يې بېرته وړي دي . دا ماته روښانه نه ده .

پوښتنه :

دغه طالبان څوک دي، ځايي خ لک دي ، له پاکستانه راځي ، ازبکان او چيچينيان دي او که د کوم بل ځای دي؟

ځواب:

زموږ په دغې سيمه کې اصلا دا سې جدي نا امني هم نشته ، څو کسان چې کله کله غږ پورته کوي ، پخپله د سيمې خلک دي ، په يو ډول پخوا له اسلامي ګوند سره تړلي پاتې شوي دي او له طالبانو سره اړيکي لري خو هغه ډېر جدي ګواښ نه دی .

په بغلان او په ځانګړي ډول په کوندوز کې موږ اورو چې يو شمېر بهرني طالبان چې اوزبکان هم پکې شته راغلي دي، دغه راز له هېلمند او کندهار څخه هم طالبان ورته راغلي چې دغه کسان تنظيم او اداره کړي .

پوښتنه :

ښه زما بله پوښتنه له مرکزي حکومت سره ستاسې د اړيکو په اړه ده ، ما وليدل چې د و لسمشرۍ تر ټاکنو مخکې دغه اړيکي ښه نه ول ، ايا اوس ښه شوي دي ؟

ځواب :

له مرکز سره زما اړيکي خراب نه ول ، خو کله چې د ټاکنو منډې ترړې شوې نو ما يو لړ ملاحظات او نظريات درلودل ، هغوی ځای و نه نيو. وروسته مې د ازادۍ له حقه څخه چې ما ته دېموکراسۍ راکړی ګټه واخيسته ، له خپلو مدني ، حقوقي او قانوني حقونو څخه مې ګټه واخيسته چې بل چاته رايه ورکړم . د ټاکنيزو منډو ترړو په ترڅ کې طبعي خبره وه چې اختلاف موجود و اوهغه دا و چې ما يو بل لوری ځانته ټاکلی و ، او يو شمېر کسان ول چې دا خبره يې لويوله چې ډيموکراسۍ ته زيان ورسوي .

ولې ؟ کله چې موږ پلوراليزم وايو او ديموکراسي وايو بايد دا په ټولنه کې پلي کړو او عملا يې ومنو او له دې سره همهاله خپل سيال هم و منو، او د نورو افکار هم بايد ازاد پرېږدو او دا بايد پر موږ باندې ډېره درنه پرې نه وزي ، ځکه واقعي ديموکراسي همدا ده . ما له دولت سره مخالفت نه درلود خو په ټاکنيزو منډو ترړو کې مې له خپل مدني حق څخه په استفادې سره بل لوری ټاکلی و او دا طبعي خبره ده چې يو ډول خوابدي يې رامنځته کړې وه .

خو په دې وروستيو کې ښاغلي ولسمشر او ښاغلي فهيم زه مرکز ته ورغوښتی وم، رما هرکلی يې وکړ او لارښوونه يې راته وکړه چې خپل کار ته دوام ورکړم.

پو ښتنه :

خو د مرکزي حکومت چارواکو ويلي ول چې د حکومت هېڅ مامور دا اجازه نه لري چې د استخباراتو په بهير کې ونډه واخلي ، رايه ورکولای شي خو کمپاين نه شي کولای ، تاسې والي واست او ياست نو ايا تاسې په دې چوکاټ کې نه راځیء ؟

ځواب :

ما له قانون څخه هېڅ سرغړونه نه ده کړې ، مخکې مې وويل چې له قانون او مدني حقونو څخه په استفادې سره مې بل چا ته

رايه ورکړې ده ، ما کمپاين نه دی کړی .

تاسې يوه لويه نړيواله رسنۍ ياست او دلته نورې انځوريزې رسنۍ هم وې ، که چا په سلو کې يو هم ليدلی وي چې زه يوې

غونډې ته ورغلی يم او کمپاين مې کړی وي او يا چا ليدلي وي چې له ډېرو کوچينو دولتي امکاناتو ، وسايلو او ګاډو څخه مې استفاده کړې وي ، نو په هغه وخت کې زه دا منم چې له قانونه مې سرغړونه کړې ده . زه اصلا نه کوم مجلس ته راوتلی يم، نه مايکروفون ته درېدلی يم، نه مې مرکه کړې ، نه مې خلک هڅولي ، نه مې د خلکو مرسته راجذب کړې . يوازې دومره مي ويلي چې زه د خپلې رايې حق لرم او هغه ډاکټر عبدالله ته ورکوم.

او هغو کسانو چې دا زما لاره يې تاييد او تعقيب کړې هغوی هم د خپلې ازادۍ حق درلود.

تاسې پوهېږیء چې د اساسي قانون د تعديل حق له لويې جرګې پرته څوک نه لري ، قانون ، قانون دی . که په يوه ځای کې موږ ووايو چې سترې محکمې ته ولاړ شواو يا بل ځای ته ولاړ شو چې پخپله ګټه ورڅخه يو نظر واخلو او هغه بيا پلی کړو او ووايو چې دا هماغه قانون دی ، او په يوه بل ځای کې بيا ووايو تر هغه مهاله چې لويه جرګه را نه شي قانون تعديل نه کړي څوک نه شي کولای يو کار وکړي. دا يوه حقوقي او قانوني ستونزه وه او واقعا د قانون تخنيکي ستونزه ده.

تاسې پوهېږیء چې د ښاغلي ولسمشر واک په غبرګولي کې پای ته رسېږي خو ما په دې اړه څه نه دي ويلي ، خو کله چې تر غبرګولي وروسته له ما څخه پوښتنه وشوه چې که تا له دندې لري کړي څه به وشي ؟ بيا ما ويلي و چې زه يو قانوني والي يم ، يواځې قانون کولای شي چې له دندې مې لري کړي، خو که چېرته ولسمشر دغه پرېکړه وکړي نو څنګه چې د ولسمشر د واک قانوني وخت پای ته رسېدلی دی هغوی نه شي کولای ما له دندې لري کړي .

خو دا د هغه وخت خبره ده يانې له غبرګولي وروسته تر ټاکنو پورې .په دې اړه زما خبرې قانوني وې .

پوښتنه :

ا يا دا خبره هغه مهال وه ، تر انتخاباتو مخکې ستاسې د لري کېدو بحثونه کېدل؟

ځواب :

په دې برخه کې ډېر کار شوی و، د ولسمشر پر شاوخوا ډېرې مختلفې ډلې راغونډې وې او غوښتل يې چې ما له دندې لري ، خو د ټاکنو په ترڅ کې له ولسمشر سره له اختلاف سره سره هغه زما سخت ملاتړ وکړ .

پوښتنه :

نو له دې سره سره چې تاسې دولسمشر کرزي مخالف واست بيا يي ولې ستاسې ملاتړ وکړ؟

ځواب :

ما د خپل وروستي سفر په ترڅ کې ښاغلي ولسمشر ته پخپله هم يو شی وويل ، ما ورته وويل چې ددې ترڅنګ چې زه له خپلو خبرو او پرېکړو څخه نه يم پېښمانه او هغه نظريات چې زه يې د افغانستان لپاره لرم پر هغو لا هم ټينګار کوم، د نظام پر ضد نه وم او نه يم او د نظام د سمون لپاره مې هغه مهال هم خبرې کولې او اوس هم وايم . خو يو شی مې ورته وويل چې ښاغلی ولسمشره! ستا له پراخې سينې او ډېر زغم څخه ډېره زياته مننه . واقعا په ځينو مسايلو کې زما دريځ خورا سخت و . خو ما واقعا د ولسمشر دولت ته د يوه لوی عزت په توګه کار کړی او ښې لاسته راوړنې مې لرلې دي او داسې لاسته راوړنې وې چې د نورو ولايتونو په پرتله موږ دولت ډېر سرلوړی کړی و .

پوښتنه:

خو پوښتنه دا ده چې تاسې غواړیء دغه لاسته راوړنې په يوه بل ولايت کې لاسته راوړیء؟ تاسې غواړی چې يو بل ولايت يا مرکز ته ولاړ شیء ؟

ځواب :

زه دلته د خلکو په غوښتنه د والي په توګه ټاکل شوی يم او ولسمشر فرمان راکړی دی ، ما وغوښتل هغه خلک چې په مبارزه، غرونو او شاړو کې له ماسره يو ځای ول او اوس يې بايد يوه موده خدمت وکړم.

او له دې پرته زه د دولتي کار ډېر شوق نه لرم ځکه د خپلې ځوانۍ له هغه پيله په مبارزو او لوړو ژورو کې پاتې شوی يم نو اوس ستړی يم، جګړې هم ستړی کړی يم او نورو بېلابېلو پړاوونو چې په تېرو کلونو کې تېر شوي زه ستړی کړی يم.

زه که څوکۍ غواړم او يا مې خوښه وای ، نو ماته پخوا هم ښاغلي ولسمشر وزارت راکاوه هغه هم دکورنيو چارو وزارت او تر ټاکنو مخکې يې راته د ولسمشر د لومړي مرستيال څوکۍ راکوله.

خو څنګه چې ما نه ددې کار وړتيا درلوده او نه مې هم له دې کار سره مينه درلوده چې يوې لويې دولتي څوکۍ ته ورسېږم له همدې امله ما ورڅخه بښنه وغوښته .

پوښتنه :

تاسې غواړی ء چې تر ابده همدلته په بلخ کې پاتې شیء؟

ځواب:

نه خير داسې نه ده ، زه به تر هغه وخته دلته يم چې نظام او خلک راته اړتيا لري هر وخت که خلکو او دولت ما ته اړتيا نه لرله نو زه هېڅکله هم د ميراث دعوه نه کوم

پوښتنه:

امکان لري چې خلک په يوه بل ولايت يا مرکز کې ضرورت ولري چې تاسې هلته په مرکز يا په بل ولايت کې ښه ا داره جوړه کړیء؟

ځواب:

رښتيا به درته ووايم چې نور د دولتي کار زغم نه لرم. دلته مې کور نژدې دی او خلک مې هم ملاتړ کوي ډېر په اساني کار سره کوم او دلته مې وکولای شول چې ملي يوالی رامنځته کړم .

داسې ولايت ته تلل چې هلته ستونزې وي او له سره يا له صفره کار راپيلوی او بيا يې تر يوه ځايه رسوې دا ډېر زغم او حوصله غواړي د زړه ويني خوړل ورته په کار دي .

که څه هم زما غوښتنه کندهار او ځينو نورو ولايتونو هم کړې وه خو زما مينه نه ورسره نشته او که کله اړتيا پيدا شوه هغه مهال به بيا فکر وکړم، ځکه چې د هېواد په هر ګوټ کې خدمت شرعي او ديني رنګ لري ، ځکه د خاورې او وطن مينه د ايمان بېلګه ده . او دا خبره د يوه مسلمان د کار او دندې سرمشق کېدای شي ، د هېواد او وطن هر ګوټ راباندې ګران دی که مې د کار حوصله درلوده ارو مرو کار کوم؟ ولې نه ؟