جاپان له افغانستان سره مرستې روانې ساتي

Image caption ولسمشر کرزي جاپان ته ډاډ ورکړی چې د هغه هېواد مرستې به بې ځايه نه لګېږي.

جاپان افغان ولسمشر ته ډاډ ورکړى چې له افغانستان سره به په دې شرط خپلې مرستې روانې ساتي چې په اغيزناکه توگه ولگول شي.

د جاپان لومړي وزير ناتو کان ولسمشر کرزي ته په ټوکيو کې د خبرو پر مهال دا ډاډ ورکړی دی .

د جاپان د لومړي وزير او افغان ولسمشر په ليدنه کې جاپان په افغانستان کې د روان اداري فساد په اړه اندېښنه وښوده .

لومړي وزير ښاغلي ناتو وويل دوى غواړي چې مرسته کړې پيسې يې په اغېزناک ډول ولگول شي.

په کتنې کې ولسمشر حامد کرزي ژمنه وکړه چې د جاپان مرستې به داسې لگول کېږي چې خلکو او د افغانستان ثبات ته ېې گټه ورسېږي.

جاپان له امريکا وروسته دويم هېواد دی چې په تېرو څه کم لسو کلونو کې يې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي .

دغه هېواد تېر کال ژمنه وکړه چې تر 2013 کاله پورې به افغانستان ته پېنځه مليارده ډالره مرسته ورکوي .

د معلوماتو پر بنسټ د جاپان له لوري د ژمنه شويو پېنځو ملياردو ډالرو له ډلې تر دې مهاله نهه سوه اتيا مليونه ډالر افغانستان ته ورکړل شوي دي .