خوست: د توغندي بريد ۵ ولسي وګړي ووژل

بهرنی سرتېری په خوست کې
Image caption ناټو وايي چې په تېروتنې يې پنځه ولسي وګړي د توغندي په برید کې وژل شوي.

د تازه ناامنيو په پېښو کې د اروزګان ولایت چارواکو ويلي چې د دهراود ولسوالۍ د پوليسو په يوه پوسته کې چاودنه شوې، چې څلور پولیس او دوه ولسي وګړي پکې وژل شوي او يو بل پوليس يې ژوبل کړی.

بل خوا د اروزګان ولایت چارواکو ويلي چې د دهراود ولسوالۍ د پوليسو په يوه پوسته کې چاودنه شوې، چې څلور پولیس او دوه ولسي وګړي پکې وژل شوي او يو بل پوليس يې ژوبل کړی.

د هراود ولسوال خليفه سادات وايي ماین په سيمه کې د پوليسو پوسته کې تر کانتينر لاندې اېښودل شوی و.

طالبانو د چاودنې مسؤولیت منلی دی.

بل خوا د تېره شپه د جنوب ختيځ ولایت خوست په موسی خېلو ولسوالۍ کې ناټو ځواکونو بمبار کړی دی.

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ويلي په خوست کې يې د وسله والو طالبانو یو پټن ځای په نخښه کړی دی.

خو د خوست ځايي چارواکي وايي چې په برید کې عام خلک وژل شوي، او تر ورکړل شوې شمېرې ډېر ولسي وګړي پکې وژل شوي.

د خوست ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحاق زي بي بي سي ته وويل چې په بريد کې د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي .

ښاغلي اسحق زي زياته کړه د بريد په اړه پلټنه روانه ده.

د خوست ولايتي شورا هم ويلي چې په برید کې ولسي وګړي وژل شوي.

Image caption سيمه ييز اوسېدونکي وايي په وژل شوو کې ښځې او ماشومان دي.

خو ناټو ځواکونو ويلي چې د بريد په اړه به پلټنه وکړي.

د خوست امنیه قوماندان ويلي چې د طالبانو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ لاهم نښته روانه ده.

امنیه قوماندان جنرال عبدالحکیم اسحق زی وايي د طالبانو پر بمبار شوي پټن ځي کې بهرني طالبان هم شته، چې ښايي ګڼ يې وژل شوي وي، خو لاهم نښته روانه ده.

تېره شپه ناټو د طالبانو پر مرکز هوايي او ځمکني بريدونه شوي، خو امنیه قوماندان وايي چې په دې جګړه کې افغان پوليس ورسره نشته.

دی مني چې پر يوه کور توغندی لګېدلی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه ولسي وګړي پکې وژل شوي.

د خوست روغتون ته د سيمې يو ورغلی اوسېدونکی وايي تېره شپه په سيمه کې د بهرنیو ځواکونو څرخکې کښېناستې، چې څوک به راوتل يا به يې په ډزو ويشتل او یا به يې نيول.

دی وايي چې هېڅوک هم له سيمې نه نه شوای وتلی، او په وينا يې ټول خلک په کورونو کې بند پاتې ول

موسی خېل د خوست په شمال کې يوه غرنۍ ولسوالي ده، چې زياتره منګل پکې مېشت دي.

ورته مطالب