د 'مچلغو' بند او برېښناکوټ د جوړولو تړون لاسلیک شو

د اوبو بند
Image caption د بندونو او بریښناکوټونو جوړول په افغانستان کې د خلکو تر ټولو ستره غوښتنه ده.

د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له يوه روسي شرکت سره په پکتيا ولايت کې د اوبو د يوه لوى بند او برېښنا کوټ د جوړولو تړون لاسليک کړ.

د بند پر جوړولو به ۳۴ ميليونه ډالره ولگول شي چې څه نژدې ۲۰۰۰ هکتاره ځمکه به خړوبوي او سربېره پر دې به څه د پاسه ۴۰۰ کيلو واټه برېښنا هم توليدوي.

د پکتيا وسېدونکو له پخوا راهيسې ويل چې يا دې ورته برېښنا کوټونه جوړ کړل شي او يا دې ورته له گاونډيو هېوادونو برېښنا وپېرل شي .

دغه بند چې د مچلغو د بند په نامه ياد شوې ، ټاکل شوې ده د پکتيا ولايت په احمد اباد ولسوالۍ کې جوړ شي.

د دغې پروژې د اخستلو په موخه د پنځو کمپنيو تر منځ سيالي روانه وه، چې د روسيې گلف انرگو منو لستراى شرکت دغه داوطلبي وگټله.

د اوبو او بريښنا وزارت مرستيال انجينير ضيا بي بي سي ته وويل دغه بند د نيزونو د اوبو د زيرمه کولو په موخه جوړيږي چې په اوړي او مني کې ترې د کرنيزو ځمکو د خړوبولو لپاره کار واخستل شي:

((دغه پروژه چې تړون يې لاسليک شو د مچلغو په نامه ياديږي چې په پکتيا کې يوه سيمه ده. دا يو زيرميز بند دى چې د سيلاونو اوبه به په کې زيرمه کيږي، چې په اوړي او مني کې به د کروندو د خړوبولو لپاره ورځينې گټه اخستل کيږي.

دا پروژه د هغو ۲۱ بندونو له ډلې يوه ده، چې درې کاله مخکې يې موږ سروې پيل کړې وه. له نيکه مرغه دغه بند د تاييد وړ وگرځيد.))

د اوبو او بريښنا وزارت مرستيال وويل چې د دغې پروژې بيه څلور ديرش ميلونه ډالره ده چې کمپنۍ په کې پنځه فيصده تخفيف هم پر غاړه واخست.

دغه بند به اته پنځوس متره لوړوالى ولري او څه د پاسه پنځه ميلونه متره مکعبه اوبه به په کې زيرمه کيږي، چې نژدې دوه زره هکتاره ځمکه به خړوبوي.

چارواکي وايي د دغه بند لويه موخه د نيزونو يانې سيلاونو د اوبو مهار کول دي، خو سربيره پر دې به ٤٤٠ کيلو واټه بريښنا هم توليدوي.

ټاکل شوې د دغه بند د جوړولو کار ددريو کلونو په ترڅ کې بشپړ شي. چارواکي وايي چې د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې به د بريښنا کوټونو او بندونو د جوړولو لپاره به د کابل په کنفرانس کې د اتو ميلياردو ډالرو غوښتنه وکړي.

پکتيا، پکتيکا او خوست د هغو ولايتونو له ډلې دي چې نه په کې کافي اوبه شته او نه هم بريښنا.

د دغو ولايتونو اوسيدونکو په پرلپسې توگه له افغان حکومت نه غوښتنه کړې چې يا دې ورته بندونه او بريښنا کوټونه جوړ کړي او ياد دې ورته له گاونډيو هيوادونو بريښنا وپيرل شي چې دا دغو غوښتنو ته د خپل ډول لومړى مثبت ځواب دى.