افغانستان کې د برتانیا جګپوړی دپلومات استعفا ورکوي

ښاغلي شيرارډ
Image caption ښاغلي شيرارډ په افغانستان کې د امريکا او ناټو پر تګلارو نيوکه کوله او دا ټنيګار يې کاوه، چې له طالبانو ره خبرو ته باید لومړيتوب ورکړل شي.

په افغانستان کې د برتانیا تر ټولو لوی دپلومات او ځانګړي استازي سرشيرارډ کوپر کولز له خپلې دندې لاس اخلي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت دفتر بي بي سي ته ويلي په داسې حال کې چې د ښاغلي شيررارډ ماموریت د بهرنیو چارو د وزات لخوا پرې غور کېده، خپله رخصتي وغځوله.

د بهرنیو چارو وزارت دا خبره رد کړه، چې ګني دغه مامور استعفا ورکړې.

ښاغلي شيرارډ په افغانستان کې د امريکا او ناټو پر تګلارو نيوکه کوله او دا ټنيګار يې کاوه، چې له طالبانو ره خبرو ته باید لومړيتوب ورکړل شي.

دا خبره داسې مهال راپورته کېږي، چې له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا پر افغانستان د امريکا تر يرغل وروسته په افغانستان کې د وژل شوو برتانوي وژل شوو سرتېرو شمېر ۳۰۰ ته رسېږي.

د افغانستان حکومت په هېواد کې د برتانیا او نړيوالو ځواکونو قربانۍ وستایلې.

په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو قوماندان پر دې ټينګار کوي چې دوی دوی خپل ډېر هدفونه ترلاسه کړي دي، خو کارپوهان د نړيوالې ټولنې ستراتيژي تر پوښتنې لاندې راولي او وايي چې په کور د ننه به ولسي وګړې په افغانستان کې د جګړې ملاتړ وکړي.

د برتانیا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون ويلي په افغانستان کې د دوی ماموریت هېواد له ترهګرو بريدونو ساتلی دی.

نوموړي د روانې مياشتې په لومړيو کې کابل ته د خپل سفر پرمهال وويل چې د افغانستان او پاکستان امنیت د برتانیا د امنیت لپاره ګټور دی.

خو په افغانستان کې د ۳۰۰ برتانوي سرتېرو وژل کېدو دا پوښتنه راټوکولې، چې ایا مخکې له دې چې په کور د ننه وګړي له دې جګړې ستړي شي، په افغانستان کې به جګړه کله پای ته ورسېږي

Image caption د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې ښاغلي شيرارډ د خپلې رخصتۍ غځول غوښتي.

په افغانستان کې برتانوی جګپوړی افسر ډګرجنرال نېک پارکر وايي د سرتېرو وژنه به پوځ په افغانستان کې له خپل ماموریت څخه منحرف نه کړي.

ښاغلي پارکر وويل د برتانوي سرتېرو د هلو ځلو موخه په افغانستان، سيمې او نړۍ کې د سولې او ټيکاو راوستل دي.

تېرکال ۱۰۸ بهرني سرتېري په افغانستان کې ووژل شول، چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې د جګړې تر پيلېدا وروسته دا تر ټولو خونړی کال بلل شوی دی.

سږکال د وژنو شمېره لانوره پسې جګه شوې ده، چې پر وړاندې يې په افغانستان کې عام خلک ورځ تربلې زغم له لاسه ورکوي.

په ۲۰۰۷ کال کې له هغه راهيسې چې افغانستان د مرګ ژوبلې د ريکاډ ثبتول پيل کړي دي، شاوخوا ۵۰۰۰ ولسي وګړي په جګړو کې وژل شوي.

تراوسه د افغانستان په جګړه کې شاوخوا ۱۸۰۰ بهرني سرتېري وژل شوي، خو طبعي خبره ده چې اصلي قربانیان خپله افغانان دي.

ورته مطالب