ایساف: 'د طالبانو لخوا له امنيتي شرکتونو د باج اخیستو پلټنه کوو '

طالبان
Image caption طالبانو ته د يو شمېر امنيتي خصوصي شرکتونو له لورې د باج په ډول د پېسو ورکولوخبره داسې مهال را د مخې ته کېږي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالى راغلى دى.

د امريکا د کانگرس د يوې جرگه رپوټ وايي د دوى د پوځي بودېجې يوه برخه ډالر مخامخ په افغانستان کې د طالبانو او يو شمېر ټوپکسالارانو جيبونو ته ځي.

رپوټ وايي امريکا په افغانستان کې د خپلو اکمالاتي گاډو د امنيت ساتنې لپاره يو شمېر امنيتي شرکتونوته په اوونۍ کې مېليونونه ډالره ورکوي چې ښايي له دغې لارې د ٢ او ٤ ميليونو ترمنځ يې وسله والو اورپکو ته رسېږي.

د طالبانو يو شمېر سيمه ييزو قومندانانو هم بي بي سي ته منلې چې د ناټود کاروانونو له يو شمېر ساتونکو شرکتونو نه پيسې اخلي.

خو افغان حکومت او په دغه هيواد کې ميشت سوله ساتي ځواکونه وايي په دې اړه يې وار له مخې پلټنې پيل کړي دي.

اوسمهال په افغانستان کې د مېشتو شاوخوا 100 زرو بهرنيو ځواکونو لپاره تر ډېره له پاکستانه د سړک له لارې اکمالات کېږي.

دغه اکمالات افغانستان ته له رسيدو وروسته بيا نورو ولايتونو ته لېږدول کېږي چې د يو شمېر گاډو د امنيت چارې يې يو شمېر امنتتي کپمنيو ته په قرار داد ورکول کېږي.

امريکا وايي په افغانستان کې هره اوونۍ دا ډول امنيتي شرکتونو ته لسگونه مېليونه ډالره ورکوي چې د کاروانونو امنيت يې خوندې کړي.

خو اوس د دغه هيوادکانگرس د يوې جرگه گۍ يوه تازه رپوټ وايي چې دغه شرکتونه طالبانو ته باج ورکوي چې د ناټو پر کاروانونو بريدونه ونکړي.

په دغه تحقيقاتي رپوټ کې چې د شپږو مياشتو په ترڅ کې چمتو شوى دغه شرکتونه تورن شوي چې د هيواد په يو شمېر برخو کې د وسله والو اورپکو سربېره ټوپکسالارانو،واليانو اوامنيه قومندانو ته هم پېسې ورکوي،چې د اکمالاتي گاډو امنيت خوندې وي.

رپوټ زياتوي چې ښايي وسله وال اورپکې له دغې لارې په اوونۍ کې د ٢ او ٤ مېليونه ډالرو ترمنځ ترلاسه کوي.

په پام کې ده چې د کانگرس يوه جرگه گۍ په دې اړه شواهد وارزوي،دغه رازويل کېږي چې يو شمېر تورنو شرکتونو په اړه هم تحقيقات پيل شوي دي.

اخوا د هېواد په يو شمېر برخو کې يو شمېر سيميز طالب قومندانانو هم بي بي سي ته منلي چې دوى له د بهرنيو ځواکونو له اکمالاتي گاډو حق العبور اخلي خو،د څرنگوالي په اړه يې نور جزيات نه ورکوي.

د يوه امنيتي خصوصي شرکت پورې تړلې د يوې لارۍ چلووونکى چې وايي د هېواد شمال، ختيځ او سويل ته اکمالات کوي وايي، د دوى شرکت د هغو شرکتونو له ډلې يو دى چې طالبانو ته پيسې ورکوي.

دغه گاډي چلوونکى د خپل او خپل شرکتونه نومونه نه اخلي خو وايي چې طالبانو يو وارې د دوى د١٤ گاډي په دې خاطر وسووځول چې گواکې شرکتوالو ورته پېسې نه وې ورکړې.

په افغانستان کې ميشتو سوله ساتو ځواکونو د کانگرس د رپوټ عمده برخې تايید کړې، خو و يې ويل چې دوى تراوسه دا رپوټ نه یې نه دی ترلاسه کړى.

د ايساف يوه وياند ډگروال ( وين شانگس) بي بي سي ته وويل دوى وړاندې هم داسې رپوټونه ترلاسه کړي چې،گواکې يو شمېر شرکتونه په ناقانونه ډول طالبانو پېسې ورکوي،خو زياته يې کړه د دا ډول پيښې پخلى په اسانۍ سره نشي کيدى.

Image caption د کانګرس رپوټ کاږي که چېرې خصوصي امنيتي شرکتونه سيمه ييزه طالبانو ته پیسې ور نه کړي، نو د ناټو پر کاروانونو بريدونه کوي.

ښاغلي شانگس دوى په دې اړه پلټنې پيل کړي دي:

موږ په دې اړه انديښمن، هغه پېسې چې د يوه قانوني هدف لپاره يوه قانوني شرکت ته په پام کې نيول شوې، که په ناقانونه ډول لگول کېږي بايد ودرول شي. وړاندې مو په دې اړه څو ځلې رپوټونه درلودل، خو په اسانۍ سره د دغې موضوع پخلى نشي کېدى؛ ځکه چې فرعي قرارداديان شته چې ښايي دا کار به وکړي يا به ونکړي.

د همدغې موضوع د څېړلو په موخه يوه ډله راغلې چې د مشکوکو شرکتونو چارې و ارزوي او که پر هغوى دا تور ثابت شو، مسؤولو چارواکو ته وسپارل شي.))

د کانگرس د دغه رپوټ په اړه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د تروريزم د څانگې مشر منان فراهي بي بي سي ته وويل چې دوى به په دې اړه پلټنې کوي:

((موږ هم په دې اړه ادعاوې اوريدلې، په دې اړه د افغان حکومت او بهرنيو ځواکونو يو گډ څيړندوى پلاوى کار کوي.

خو په دې اړه مو تراوسه کوم کره شواهد او اسناد نه دي ترلاسه کړي،خو د دغې ادعا په اړه پلټنې روانې دي.))

خو ښاغلي فراهي و نه ويل چې که په دغه ډله کې څوک ښکيل يا تورن وپېژندل شي دوى به ورسره څه ډول چلند وکړي.

د کورنيو چارو وزارت وايي اوسمهال په افغانستان کې څه باندې ٢ زره خصوصي امنيتي شرکت شته، په دوى کې ډيرى داسې دي چې د يوشمېر بهرنيو موسسو او خصوصي کمپنيو امنيت ساتي.

خو هغه چې د بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو ساتنه کوي،دقيقه شمېره يې معلومه نه ده.

طالبانو ته د يو شمېر امنيتي خصوصي شرکتونو له لورې د باج په ډول د پېسو ورکولوخبره داسې مهال را د مخې ته کېږي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو په تلفاتو کې هم زياتوالى راغلى دى.

ورته مطالب