وحید عمر: نن ولسي جرګې ته د پاتې وزيرانو لېست لېږو

وحید عمر
Image caption ښاغلی عمر وايي د دغو کسانو نومونه به سبا ته اعلان شي.

افغان حکومت وايي نن به د يوه رسمي مکتوب په ترڅ کې د ولسمشر کرزي د کابینې د پاتې وزيرانو لېست ولسي جرګې ته واستول شي.

افغان حکومت وايي نن (چهارشنبه) به د ولسمشر کرزي د کابینې د پاتې نوماندو وزيرانو لېست ولسي جرګې ته د یوه رسمي مکتوب له لارې واستول شي.

د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر وویل دغه کسان د هغوی د وړتیا او تجربې له مخې ټاکل شوي او هيله ښيي چې ولسي جرګه د باور رایې ورکړي.

ښاغلی عمر وايي د دغو کسانو نومونه به سبا ته اعلان شي.

ولسي جرګه

د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي ټاکل شوې نن (چهارشنبه) افغان ولسمشر حامد کرزی د کابېنې پاتې غړي د باور اخيستلو لپاره ولسي جرګې ته ور معرفي کړي.

ولسي جرګه پر حکومت د خپلې دغې غوښتنې د منلو لپاره له تېرو څو اوونيو راهيسې د چپې خولې په اعتصاب ده.

Image caption د ولسي جرګې د داخلي وظايفو له مخې هغه نوماند وزيران بيا هماغه وزارت ته ځان نه شي نومولی چې تېر ځل يې د تاييد رايه په کې نه ده خپله کړې .

د جرګې منشي صالح محمد سلجوقی وايي فکر کوي جرګې ته د ور معرفي کېدونکو نوماند وزیرانو ډېره برخه هغه رد شوي نوماند وزيران وي چې په تېرو دوو پړاوونو کې د باور رايي په اخيستو کې پاتې راغلل.

دی وايي داسې ګنګوسي دي چې ښايي د عامې روغتيا او اوبو او برېښنا نوماند وزيران دا ځل هم جرګې ته ور معرفي نه شي.

له نژدې پنځه مياشتني ځنډ وروسته ټاکل شوې نن افغان ولسمشر حامد کرزی د کابينې پاتې غړي ولسي جرګې ته ور وپېژني.

ولسمشر کرزي دوه ځله وړاندې هم جرګې ته نوماند وزيران ور معرفي کړل چې هرځل يې جرګې له نیمايي ډیر رد کړل.

د ولسمشر دا ګام ښايي د ولسي جرګې هغه غلی اعتصاب مات کړي چې له شاوخوا اتو اوونيو راهيسې يې پېل کړی.

جرګې هوډ کړی تر هغه به خپل اعتصاب ته ادامه ورکوي چې د دوی غوښتنې نه وي منل شوي چې د لويو غوښتنو يوه يې د کابينې د پاتې غړو معرفي کول او بله يې پر اساسي قانون د څار د کمېسيون د غړو معرفي کول وو چې يوه يې منل شوې او بله يې ټاکل شوې نن ومنل شي.

که څه هم د ولسي جرګې دويم منشي صالح محمد سلجوقي وايي د دې امکان شته چې ولسمشر د کابينې د پاتې غړي معرفي کول وځنډوي ، خو وايي د ولسمشر کرزي او د جرګې د مشر محمد يونس قانوني ترمنځ تېلفوني خبرو نژدې کره کړې چې د نن ورځې په اوږدو کې به پاتې نوماند وزيران معرفي شي.

ښاغلی سلجوقي وايي داسې ګنګوسي هم شته چې ښايي جرګې ته د دولسو نوماندو وزيرانو او د ملي امنيت د نوماند مشر له مېنځه د عامې روغتيا او اوبو او برېښنا نوماند وزيران په دې پړاو کې جرګې ته معرفي نه شي.

د جرګې له لوري تر دوه ځله رديدو وروسته ولسمشر کرزي ډېری رد شوي نوماند وزیران په هماغو پوستونو د سرپرستو وزيرانو په توګه اعلان کړل چې تر ننه د وزارتونو چارې پرمخ بيايي.

که څه هم ولسي جرګې داسې یوه لايحه پاس کړه چې له مخې يې سرپرست وزيران له يوې میاشتې ور اخوا نه شي کولی د سرپرست وزير په توګه پاتې شي ، خو ولسمشر دغه لايحه توشيح نه کړه .

دا لا نه ده جوته چې په نويو معرفي کېدونکو کسانو کې به څوک وي ، خو صالح محمد سلجوقي وايي ښايي ډېری نوماندان هغه وي چې په تېرو پړاوونو کې د جرګې غړو رد کړي وو.

جرګې ته د ورمعرفي کېدونکو نوماند وزيرانو په دويم پړاو کې هم ډېر اټکلونه دا وو چې ګواکې رد شوي نوماند وزیران به يو ځل بيا نويو پوستونو ته معرفي شي ، خو هغه ځل تر ډېره نوې څېرې وې.

د ولسي جرګې د داخلي وظايفو له مخې هغه نوماند وزيران بيا هماغه وزارت ته ځان نه شي نومولی چې تېر ځل يې د تاييد رايه په کې نه ده خپله کړې .

خو کولی شي د بل هر پوست لپاره معرفي شي.

ولسي جرګې د حامد کرزي د نوې ۲۵ کسيزې کابېنې يوازې څوارلسو غړو ته د باور رايه ورکړې ، چې د کورنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر ترې کابوه دوه اوونۍ وړاندې استعفی ورکړه.

ورته مطالب