افغان حکومت: 'جنرال مکرېسټل يو ډېر پياوړی شخصیت دی''

کرزی او مکرېستل
Image caption افغان حکومت په خپل رسمي غبرګون کې ويلي ښاغلي مکريسټل په تېرو څو کلونو کې لومړنی قوماندان و چې د افغانانو خبرې ته يې غوږ نيوه.

افغان حکومت او يو شمېر نورو افغانانو د جنرال سټېلي مکريسټل د کار ستاينه کړې او وايي چې هغه دغلته ښې لاسته لاسته راوړنې درلودې.

جنرال مکريسټل تېر کال په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د قوماندان په توګه وټاکل شو.

په افغانستان کې د ښاغلي مکريسټل د کار او لاسته راوړنو په تړاو بېلابېلو کړيو جلا جلا غبرګونونه ښوولي دي.

امريکايي جنرال سټېنلي مکريسټل د 2009 کال په نيمايي کې په افغانستان کې د نړيوالو سوله ساتو او امريکايي ځواکونو د مشر په توګه و ټاکل شو چې له هغه لومړي سره خپله ولسمشر اوباما او افغان حکومت دواړو پرې ډېر حساب کاوه .

ده ته د افغان حکومت د يوه پياوړي او رښتيي ملاتړي او له طالبانو سره په جګړه کې د يوه ښه ستراتيژيست او پياوړي قوماندان په توګه يو لړ ستاينې تر لاسه کړې.

افغان حکومت هم په خپل رسمي غبرګون کې ويلي ښاغلي مکريسټل په تېرو څو کلونو کې لومړنی قوماندان و چې د افغانانو خبرې ته يې غوږ نيوه.

د ولسمشر وياند وحيد عمر د يوه خبري ناستې په ترڅ کې په افغانستان کې د جنرال مکريسټل ماموريت وستايه:

Image caption دغه لانجه له هغه وروسته راپورته شوه چې جنرال مکريسټل په 'رولينګ سټون' مجله کې د خپلو څرګندونو په لړ کې پر امريکايي چارواکو او په کابل کې د امريکا پر سفير کارل ايکنبېري او يو شمېر نورو ملکي مامورينو نيوکې وکړې.

''د ولسمشر له نظره جنرال سټېنلي مکرېسټل يو ډېر پياوړی شخصیت دی، او له هغه وخته چې دی افغانستان ته راغلی، د افغانستان د حکومت او نړيوالو ځواکونو ترمنځ د باور جوړونې پروسه ډېره ګړندۍ شوې ده او هغه ډېر داسې ګامونه واخیستل، چې په نتيجه کې د عامو خلکو په وژنو کې کمښت راغی، او ولسمشر فکر کوي هرچا په تېرو کلونو کې تېروتنې وکړې، خو دا يوه مهمه پروسه ده، د ولسمشر هیله به دا وي چې دلته یوه تشه رامنځ ته نشي. ''

ډېری افغانان افغانستان ته د ښاغلي مکريسټل له راتګه سره په پوځي او نورو برخو کې د بدلونونو راتګ مني خو ځينې وايي دده له راتګ سره حالت هومره هم نه دی ښه شوی چې تمه يې کېده .

په ولسي جرګه کې د هلمند او کندهار استازي نسيمه نيازۍ او احمدشاه اڅکزی د ښاغلي مکريسټل په اړه څرګندونې لري .

ډېری افغانان په دې باور دي چې ښاغلی مکريسټل په افغانستان کې د يوې پوځي ستراتيژۍ له مخې جګړه کوله.

نوموړي د 2009 کال د جون په نيمايي کې پر دغې دندې له ټاکل کېدو سمدستي وروسته د افغانستان په اړه يوه ارزونه وکړه او هغه يې د نورو ځواکونو له غوښتنې سره يو ځای ولسمشر اوباما ته وسپارله.

نهه کاله وړاندې افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ سره دلته په پوځي عملياتو کې يو شمېر ولسي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته چې کله نا کله خو به ظاهرا د افغان حکومت او نړيوالو ځواکونو يا په ټوله کې نړيوالې ټولنې تر منځ لفظي شخړو لامل هم کېده.

افغان حکومت وايي افغانستان ته د ښاغلي مکريسټل تر راتګ وروسته د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې کمولو ته ډېر پام ور واوښت او کچه يې هم سوکه سوکه راټيټه شوه.

د ښاغلي مکريسټل د شاوخوا يو کلن ماموريت بله لويه لاسته راوړنه د افغان ځواکونو پياوړي کول او ور سره همغږي بلل کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي د ښاغلي مکريسټل له راتګ سره د افغانستان په حالاتو کې مثبت بدلونونه راغلل:

''له هغه مهاله چې جنرال مکريسټل د ايساف د عمومي قوماندان په توګه افغانستان ته راغلی په بېلا بېلو برخو کې ډېر مثبت او مهم بدلونونه راغلي دي.

Image caption د کندهار د ولايتي شورا رييس احمدولي کرزی وايي جنرال مکرېسټل په عملیاتو کې ملکي برخې ته ډېر پام کاوه.

د بېلګې په ډول د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې کچه راټيټه شوې ، زموږ تر منځ همغږي زياته شوې ، خپل سري نيونې کمې شوې او په ځينو سيمو کې آن صفر ته رسېدلې ، خپل سري تالاشۍ نه کېږي او اوس تلاشۍ افغانان کوي، د بګرام زندان موږ ته سپارل شوی او په عملياتي برخه کې هم د هکاريو کچه لوړه شوې ده .

تر ټولو مهم ټکی

زموږ لپاره تر ټولو مهم ټکی دا دی چې د لومړي ځل لپاره ښاغلي مکريسټل له پوځي برخې څخه خپل پام ملکي برخې ته هم واړاوه.''

ښاغلی مکريسټل له څو مياشتو راهيسي په کندهار کې د طالبانو پر ضد د بالقوه کېدونکو عملياتو پر پلان جوړولو بوخت و.

د کندهار د ولايتي شورا رييس احمدولي کرزی د کندهار د عملياتو په تړاو د مکريسټل پر پلان غږېږي.

دغه لانجه له هغه وروسته راپورته شوه چې جنرال مکريسټل په رولينګ سټون مجله کې د خپلو څرګندونو په لړ کې پر مرستيال ولسشمر جو بايډن، د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا پر ځانګړي استازي ريچرډ هولبروک، په کابل کې د امريکا پر سفير کارل ايکنبېري او يو شمېر نورو ملکي مامورينو نيوکې وکړې.

که څه هم ښاغلي مکريسټل وروسته د خپلو څرګندونو له امله بښنه وغوښته خو له دې سره سره سپنې مانۍ ته ور احضار شو.

ورته مطالب