په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د موسی کلا له ولسوال سره ځانګړې مرکه

Image caption ملاعبدالسلام حنفي وايي د وسلوالو طالبانو اوسنۍ وسلواله مبارزه شرعي نه ده .

د افغانستان په هېلمند ولايت کې د موسی کلا ولسوال او پخوانی طالب قوماندان ملا عبدالسلام حنفي په هېلمند کې پر مېشتو بريتانيايي ځواکونو تور لګوي چې په دغه ولايت کې دحالاتو په سمولو کې جدي نه دي . ملا سلام چې دطالبانو د رژيم د واکمنۍ پر مهال د اروزګان والي و ، وايي د وسلوالو طالبانو اوسنۍ وسلواله مبارزه شرعي نه ده . نوموړي شاوخوا دوه کاله وړاندې خوا واړوله ، او له طالبانو څخه حکومت ته واوښت چې وروسته د موسی کلا ولسوال شو. نوموړي همدا راز پر افغان چارواکو هم نيوکه وکړه چې له ده سره همکاري نه کوي . په کابل کې د بي بي سي ددفتر مشر داوود اعظمي له ملاسلام حنفي څخه د يوې ځانګړې مرکې په پيل کې پوښتلي چې ايا هغه تمې او هيلې يې پوره شوې چې حکومت ته تر اوښتو مخکې يې لرلې؟