د افغانستان د کانونو د را ايستلو پر وړاندې خنډونه

افغان کارګر
Image caption افغان کارګر وايي اوس هم د کانونو د را ايستلو لپاره پخواني زاړه ماشينونه او وسايل کاروي .

په افغانستان کې تر ډېره د کانونو زيرمې په زاړه او دوديز ډول په بيل، کولنگ او د نورو ورته وسايلو په مرسته را ايستل کېږي.

د بغلان د ډبرو سکرو له کانه يو خصوصي شرکت سکاره وباسي،چې لږ تر لږه څلور سوه کارکونکي په کې په کار لگيا دي.

دغه کارکونکي د پر مختللو وسايلو له نشتوالي نه سر ټکوي:

((د نجيب وخت ښه و،لرگي او وسايط وو،اوس هېڅ نه لرو ټول ماشينونه مو له کاره لوېدلي دي،پېنځه ويشت کلونه مو پرته له ماشينونو په لاسونو او لرگکيو کار وکړ،څو کسان مو تر غره لاندې شول او شهيدان شول.))

د لوگر د عينک د مسو کان ، چې د راسپړنې تړون يې دوه کاله مخکې له يوه چينايي شرکت سره لاسليک شوى ،تر اوسه د کانو د را ايستنې په برخه کې تر ټولو لويه پانگونه ده.

چارواکي وايي چې کله کله دغه کان د را ايستلو چارې هم له امنيتي ننګونو سره مخامخ کېږي خو د لوگر د والي وياند دين محمد درويش وايي دا گواښونه دومره لوى نه دي چې د کان د راسپړنې چارې له خنډ سره مخامخ کړي.

په وروستيو کلونو کې افغان حکومت هڅه کړې چې د افغانستان کانو ته د نړيوالو پانگوالو پام را واړوي.

افغان چارواکي وايي د افغانستان د خوندي کانونو ارزښت درې زرو ميلياردو ډالرو ته رسېږي چې اوس يې را ايستنې ته حالت جوړ دى.

د پانګوالو را جلبول

افغان حکومت ، خپل جگپوړي استازي لندن ته استولي چې نړيوال شرکتونه ددغه هېواد په شتمنو کانو کې پانگونې ته رامات کړي.

دا کار د سلگونو ميلياردو ډالرو په ارزښت په افغانستان کې د ډول ډول کانو د شتوالي په اړه د امريکا د ځمکپېژندنې ادارې تر اعلان يوه اوونۍ وروسته کېږي.

د کانو وزير وحيدالله شهراني چې د افغان پلاوي مشري کوي، وايي په حقيقت کې دغه کانونه درې ټرېليونه ډالره ارزښت لري او د هېواد پر بېلابېلو سيمو خپاره دي.

د هغه په وينا، د کانو گټه کولى شي په لسو کلونو کې افغانستان په کور بسيا کړي او د نړيوالو د مرستې له احتياجه يې وباسي.

يوازې د کانونو ماليه، د ښاغلي شهراني په وينا په کال کې يو ميليارد ډالرو ته رسېدلى شي. افغان پلاوى وايي د لندن په غونډه کې يې اصلي موخه د افغانستان د اوسپنې او مسو کانو، په تېره بيا د باميانو د حاجيگک کان ته د پانگو راماتول دي.

په کابل کې د کانو مسوولين د حاجيگک زېرمې دوه ميليارده ټنه ښيي چې له دې پلوه، د هغوى په وينا، په نړۍ کې لږ سارى لري.

افغان چارواکي هيله من دي چې په نړۍ کې د اوسپنې کمښت او د افغانستان د نورو برخو په پرتله به د حاجيگک ښه امنيت نړيوال شرکتونه ژر پانگونې ته وهڅوي.

سملاسي باميانو ته د پخې لويې لارې پر غزولو کار روان دى او له حيرتانو څخه د اوسپنې راروانه پټلۍ به يې هم له ١٥ کليومترۍ څخه تېره شي چې د سپړنې او لېږد په چټکولو کې يې ځانگړې ونډه درلودلى شي.

کابل غواړي د حاجيگک کان په امريکا کې د يوې ورته غونډې پر مهال، چې په مني کې جوړېږي، داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

تر دې دمخه د لوگر د مسو کان د سپړنې چارې يوه چينايي شرکت ته سپارل شوې وې.

د ښاغلي شهراني پلاوى وايي د ټوټال په څېر نفتي شرکتونو له استازو سره يې هم خبرې کړي چې ځينو يې د شمال د تېلو او غازو له سپړنې سره مينه ښودلې ده.