وژل شويو افغانانو ته د بريتانيا لخوا ورکړل شوی غرامت

Image caption د دفاع وزارت په دې اړه يوه وينا خپره کړې او پر هرې هغې پېښې يې ژوره خواشيني ښودلې چې ولسي تلفات په کې اوښتي وي. د وزارت په وينا، ياغيان په لوى لاس ولسي وگړي په نښه کوي يا يې د جگړې لور ته ورڅکوي.

په لندن کې د دفاع وزارت ومنله چې د بريتانيايي ځواکونو له خوا په تېروتنه د وژل شويو افغان ولسي وگړو کورنيو ته د غرامت په پيسو کې تېر کال درې ځله ډېروالى راغلى دى.

هغه شمېرې چې د برتانيا د ټلوېزيون څلورم کانال ته د معلوماتو د ازادۍ د قانون له مخې ورکړل شوې، ښيي چې دفاع وزارت، د لږ تر لږه ١٠٥ هغو افغان ولسي وگړو کورنيو ته تاوان ورکړى چې په ٢٠٠٩ کال کې وژل شوي ول.

دا شمېرې به د دفاع وزارت د سرټيټۍ سبب شي.

په ٢٠٠٨ کال کې د دفاع وزارت يوازې د هغو ٣٣ افغان ولسي وگړو کورنيو ته تاوان ورکړى و چې د بريتانيايي ځواکونو په گډون پېښو کې وژل شوي وو.

ددې په پرتله، تېر کال د وژل شويو کورنيو ته ١٠٥ ځله تاوان ورکړ شوى دى.

د ناټو ځواکونو د تېر کال په نيمايي کې، يوه نوې تگلاره غوره کړه چې ټينگار يې د ولسي وگړو د خونديتوب لپاره پر زغم و.

پر نړيوالو ځواکونو غږ شوى چې د تاوان غوښتنې دې ژر فيصله کوي چې افغانان خوښ وساتل شي.

خو د تاوان کچه له يوې پېښې تر بلې خورا توپير کوي چې افغانان پرې نيوکې لري.

په يوه پېښه کې د دفاع وزارت د هغې نهه کلنې نجلۍ کورنۍ ته يوازې څه کم نهه سوه ډالر ورکړي وو چې پر سر ويشتل شوې وه.

خو په بل ځاى کې يې د يوه ورک شوي موبايل ټېلېفون د تاوان لپاره درې سوه ډالر ورکړي دي.

د دفاع وزارت په دې اړه يوه وينا خپره کړې او پر هرې هغې پېښې يې ژوره خواشيني ښودلې چې ولسي تلفات په کې اوښتي وي.

د وزارت په وينا، ياغيان په لوى لاس ولسي وگړي په نښه کوي يا يې د جگړې لور ته ورڅکوي.

د دفاع وزارت دا هم وايي چې د تاوان ورکړه ددې مانا نه لري چې گنې له حقوقي پلوه يې ددغو وژنو پړه پر غاړه ده.