مايک مولن: د ولسي خلکو د زيان مخنيوی مهم دی

ښاغلی مولن
Image caption ښاغلي مولن وويل د ناټو او امريکايي ځواکونو نوی قوماندان به د ولسي افغانانو د ساتنې په تړاو د امريکا پخوانۍ تګلاره پلي کوي.

ولسمشر حامد کرزي او د امريکا د لوړي پوړي پوځي قوماندان مايک مولن خبرې تر ډېره د بهرنيو ځواکونو په پوځي عملياتو کې د ولسي افغانانو پر خونديتوب راغونډې وې .

د يکشنبې د ورځې په دغې ليدنه کې دواړه پر دې يوه خوله ول چې د ولسي افغانانو ساتنې ته بايد لومړيتوب ورکړل شي .

ښاغلي مولن ولسمشر کرزي ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو نوی قوماندان جنرال ډېويډ پيټريس به هم د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې د راټيټولو په تړاو، د خپل هېواد پخوانۍ بهرنۍ پاليسي پر مخ بيايي .

دا لومړی لوړ پوړي امريکايي پوځي چارواکی دی چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د قوماندان له بدلونه وروسته افغانستان ته راځي .

پر دې سربېره د ولسمشرۍ ددفتر له لوري يوه خپره شوې ويناپاڼه کاږي دواړو لورو په دوو جدي موضوعاتو، د تروريزم پرخلاف د ګډې مبارزې پر پياوړتيا او په افغانستان کې د سولې د ټينګښت پر اړتيا خبرې اترې کړې دي.

په دغې پاو کم يو ساعت ليدنه کې ښاغلي مولن ولسمشر ته د ناټو او امريکايي ځواکونو دپخواني قوماندان جنرال سټېنلي مکريسټل د لري کولو په تړاو د ولسمشر اوباما د پرېکړې وضاحت هم وکړ.

ښاغلی مکريسټل تر هغه وروسته له دندې لري شو چې په امريکايي مجله رولينګ سټون کې يې د ولسمشر اوباما د ادارې د ملکي مامورينو او لوړ پوړو چارواکوپه اړه له نيوکو ډکې او سپکوونکې څرګندونې خپرې شوې .

ښاغلی مولن له ولسمشر کرزي سره تر خبرو وروسته ګاونډي پاکستان ته تللی او ويل کېږي له ولسمشر اصف علي زرداري او دپوځ له مشر سره يې ليدلي دي.

افغانستان او پاکستان ته د ښاغلي مولن د سفر موخه دا بلل کېږي چې د دواړو هېوادونو مشرانو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د مشر بدلون به د واشنګټن پر جنګي ستراتېژۍ کومه اغېزه و نه کړي.