په هرات کې د کډوالو ښار ګوټی لا هم بې کورونو دی

د هرات کډوال
Image caption چارواکي وايي که څه هم هرات ته ډېر کډوال ستانه شوي، خو په وینا یې هغوی ځانو ته د کور جوړولو توان نه لري.

په هرات کې د راستنېدونکو کډوالو د ځانګړي ښارګوټي د بنسټ له اېښودو نه نژدې پنځه کاله تېرشوي، خو تراوسه یې د جوړولو کار ټکنی دی او تر سلو لږ د استوګنی کورونه پکې جوړ شوي.

چارواکي وایي خپل هېواد ته ډیری راستانه شوي افغان کډوال د دې وس نه لري چې خپل کورونه جوړ کړي او بهرنیو موسسو هم په کافي کچه په دې برخه کې مرستې نه دي کړي

د هرات سيمه ييزو چارواکو له بهرنیو موسسو نه غوښتي چې په دې ښارګوټي کې راستنو شوو کډوالو ته د کورونو د جوړولو لپاره مرستې ډیرې کړي.

د راستنیدونکو افغان کډوالو لپاره د سعادت په نامه د هرات په لویدیځ کې د یوه ځانګړي ښارګوټي د بنسټ ډبره نژدې پنځه کاله وړاندې کېښودل شوه .

د افغانستان د لسمشر د فرمان پر اساس د ۴۵۰۰ افغانیو په بدل کې د ځمکې امتیاز هغو راستانه شوي کډوالو ته ورکول کیږي چې د کډوالۍ معتبر اسناد ورسره وي او په خپل او د خپل ماشوم په نامه ځمکه او کور ونه لري.

د هرات د کډوالو په ښارګوټي کې تراوسه شاوخوا ۷۰ کورنیو ځانته په ډیره ابتدایي بڼه سرپنا جوړه کړې ده.

د هرات د کډوالو د چارو ریس حمدالله خطیبي وايي په هرات کې یوشمېر موسسې د هغو راستنو شوو کډوالو سره چې غواړي په دې ښارګوټي کې ځانته سرپنا جوړه کړي، یواندازه مرستې کړې خو په وینايې کافي نه دي:

(( دوی ډیر بېوزله دي ډیرو کومکونو ته اړتیا لري دا مرستې چې د یوشمیر موسسو لخوا کیږي وسپنیزه وسایل یا خښتې ورکوي د سرپناه لپاره یا یو څه لږ پیسې ورکوي دا د کډوالو د ستونزو د هوارولو لپاره کافي نه دي. ))

ښاغلی خطیبي سره له دې چې شوي کومکونه هم غنیمت بولي، خو وایي د دې مرستو کچه دومره کمه ده چې څوک دې ته زړه نه ښه کوي چې په دې ښارګوټي کې ځانته کور جوړ کړي.

نوموړی وایي د بهرنیو موسسو نه یې غوښتنه کړې چې د کډواولو په ښارګوټي کې د پانګونې زمینه برابره کړي:

(( د ولایت د مقام لخوا له دوی غوښتنه وشوه چې په دې ښارګوټي کې پانګونه وکړي متاسفانه په دې غونډه کې یوازې د هیلپ په نامه موسسې چې اوس هم په ښارګوټي کې فعاله ده د مرستو ژمنه وکړه او بله هم د سي آر اس موسسې چمتووالی وښود خو بیا هم کافي نه دي.))

یو لامل چې څوک نه غواړي دې ښارګوټی ته ولاړ شي همدا ده چې ښارګوټی د ښار نه ليرې دی او دوی بې روزګاره پاتې کیږي ښار ته راتګ هم د دوی نه لګښت غواړي نو د دوی لپاره په کار ده چې د موسسو لخوا لا زیاتې مرستې وشي. ))

ښاغلی خطیبی دا هم وایي چې ځینې داسې کسانو هم په دې ښارګوټي کې مځکې ترلاسه کړې چې اړتیا نه ورته لري او اوس پکې د کور د آبادولو لپاره هم لیوالتیا نه ښیي.

نوموړی وایي یوازې هغه کسان چمتو کیږي چې دې ښارګوټي ته د استوګنې لپاره کورنۍ ولیږدوي چې په کرایي کور کې د اوسېدو وس نه لري.

ورته مطالب