سي آى اې: افغان جګړه گرانه ده، خو پرمخ ځي

ليون پانيتا
Image caption د امريکا د استخباراتو مشر ومنله چې دا يوه گرانه هڅه ده، شاتگونه په کې دي او خورا ډېرې ستونزې ورسره ملگرې دي

د امريکا د استخباراتي ادارې – سي آى اې مشر ومنله چې د افغانستان جگړه د مخکني اټکل خلاف گرانه ده او ورو پرمخ ځي.

ليون پانيتا چې له امريکايي ټلوېزيون ABC سره غږېده، تاييد کړه چې له زياتېدونکو تلفانو سره سره به افغانستان ته د نورو عسکرو رسېدل دوام وکړي. خو هغه وويل چې افغان لوري ته هم په کار ده چې د پيټي خپله برخه پورته کړي:

"آيا پرمختگ مو کړى؟ هو پرمختگ مو کړى. پرمختگ ورو دى، او تر هغه څه گران دى چې تصور يې کېده. له دې سره جوخت تاوتريخوالى هم، په تېره بيا په کندهار او هلمند کې په ډېرېدو دى. خو زما په نظر اساسي کيلي، د بري يا ماتې کيلي په دې کې ده چې آيا افغان لورى د مسووليت منلو ته چمتو دى او که نه او آيا دا وس لري چې يو داسې اغېزناک پوځ او پوليسي ځواک چمتو کړي چې ثبات وساتلى شي او که نه؟ که دوى دا کار وکړى شي، نو فکر کوم هغه پرمختگ او ثبات چې ولسمشر اوباما يې خبره کوي، تر لاسه کېدلى شي."

د امريکا د استخباراتو مشر ومنله چې دا يوه گرانه هڅه ده، شاتگونه په کې دي او خورا ډېرې ستونزې ورسره ملگرې دي:

"فکر کوم ولسمشر اوباما ويلي چې موږ په يوه سخته جگړه کې ښکېل يو. دلته يو لړ سختې ستونزې شته: زموږ سروکار له يوې قبيلوي ټولنې سره دى، له يوه داسې هيواد سره دى چې په اداره کې ستونزې لري، د فساد ستونزه لري، د نشه يي توکو د قاچاق ستونزه لري او د طالب بغاوت ستونزه لري."

Image caption لیون پانيتا:"زموږ هدف دادى او هلته زموږ ټول ماموريت ددې لپاره دى چې القاعده هېڅکله بيا د پټېدو داسې يو خوندي ځاى ونه موندلى شي چې پر امريکا ترې بريد شي."

خو د سي آى مشر ليون پانيتا وويل چې که له طالبانو سره جگړه گرانه ده، د القاعده په وړاندې برى مشهود و.

هغه وويل چې دغه ډله اوس د سپټمبر تر يوولسمې وروسته تر ټولو کمزوري حالت کې ده او پر يوه ځاى نشي ټينگېداى.

ښاغلي پانيتا وويل شک نه لري چې د القاعدې اصلي مرکز اوس له افغانستان نه وتلى او د پاکستان په قبايلي سيمو کې دى.

خو د امريکا د استخباراتي ادارې مشر ټينگار وکړ امريکا به طالبان او القاعده دواړوه – پر امريکا بيا بريد کولو ته پرېنږدي:

"په افغانستان کې برى دادى چې دغه هيواد دومره ثبات وموندلى شي چې القاعدې يا اورپکو طالبانو ته پکې، چې القاعده له ځانه سره ساتي، د پټېدو ځاى نه وي. د امريکا لپاره د بري مقياس همدا دى.

زموږ هدف دادى او هلته زموږ ټول ماموريت ددې لپاره دى چې القاعده هېڅکله بيا د پټېدو داسې يو خوندي ځاى ونه موندلى شي چې پر امريکا ترې بريد شي."

د سي آى اې مشر ليون پانيتا تاييد کړه چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې به پر طالبانو او د القاعدې پر غړو د بې پيلوټه الوتکو گوزارونه د پخوا په څېر ادامه ومومي.

هغه وويل دا اعتراض نه مني چې دغه ډول گوزارونه له نړيوالو قوانينو نه سرغړونه ده.

ورته مطالب