کندهار: بهرنیو ځواکونو ۸ ولسي وګړي ووژل

کندهار کې د ننني بريد عکس ګورﺉ

بريد د شپې ناوخته پر دوو کورونو شوی دی.

په کندهار کې د بهرنیو ځواکونو بريد اته ولسي وګړي وژلي.

د کندهار امنيتي چارواکو ویلي بريد تېره شپه شاوخوا درې نیمې بجې 'دوشنبه، د جون ۲۸مه' شپه د کندهار ښار د اوومې ناحيې په په ميرویس مېنه کې شوی دی.

د کندهار امنيه قومندان سردار محمد ځاځي په وينا په پېښه کي ٨ کسان وژل شوي او يو نفر ايساف ځواکونو له ځان سره بولي.

ځاځي وايي ياد عمليات په دو کورونو پاندي دايساف ځواکونو له خوا ترسره سوي او افغان ځواکونه هيڅ په جريان کي نه وه.

ښاغلي ځاځي وويل چې دغه عملیات له دوی سره نه وو همغږي شوي.

په سيمه کې عيني شاهدان وايي چې دغه خلک د هلمند ولايت د سنګين ولسوالي اوسېدونکي ول، چې د جنگونو له کبله کندهار ته را کډوال شوي وو .

په سيمه کي يو عيني شاهد صبرګل وايي په وژل شوو ٢ سپين ږيري او ٦ ځوانان دي.

صبرګل وايي وژل شوي کسان موټر چلوونکي دي، او دوه يې ژرنده چلوونکي وو.

د وژل شوو خپلوانو ويلي چې د شپې په وروستۍ برخه کې ويده ول، چې بهرني پوځيان یې د کورونو پر بامونو ته وروختل.

بهرنیو ځواکونو تر دې دمه د بريد په اړه څه نه دي ويلي، چې وايي چې په اړه به یې پلټنه پيل کړي.

د ناټو – آيساف په عملياتو کې د ولسي وگړو د وژل کيدو دغه وروستۍ پيښه پر همدې موضوع د امريکا د متحدو ايالتونو د درستيزوالانو د کميټې له مشر، جنرال مايک مولن سره د افغان ولسمشر حامد کرزي له خبرو دوه ورځې وروسته شوې ده.

ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ کابل ته د دغه امريکايي جنرال د سفر پرمهال هغه ته ويلي و چې د آيساف ځواکونو نوى قومندان ډيويډ پترايس بايد د دغو ځواکونو د مخکيني قومندان جنرال ستنلي مک کريستال په څير د ولسي وگړو د تلفاتو د مخنيوي ته په کلکه پام وساتي.

د کندهار بريد په انځورونو کې

غزنی: چاودنې ۴ ولسي وګړي ووژل

بل خوا د غزني امنيتی چارواکو ويلي د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چادنې لږترلږه څلور ولسي وګړي وژلي څلور نور ټپيا دي.

غزنی

چاودنه د غزني د اندړو ولسوالۍ په (سني) کلي کې شوې.

په غزني کې د سړک غاړې د ماین چاودنې څلور ولسي وګړي ووژل او څلور نور يې ټپيان کړل.

چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې (دوشنبه، د جون ۲۸مه) د غزني د اندړو ولسوالۍ په (سني) کلي کې له ولسي خلکو پر يوه ډک تونس موټر وشوه.

د غزني امنیه قوماندان خيال باز شيرزي بي بي سي ته وويل په چاودنه کې څلور ولسي وګړي وژل شوي څلور نور ټپيان دي.

ښاغلي شيرزي زياته کړه، چې په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

نوموړی وايي چې د ولسي وګړو د سپرلۍ دغه تونس موټر له اندړو ولسوالۍ نه غزني ښار ته روان و.

عيني شاهدان وايي په چاودنه کې ۶ ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

داسې رپوټونه هم شته، چې چاودنې اته ولسي وګړي وژلي.

بل خوا د غزني په څنګلوري میدان وردګو ولایت کې د کابل – کندهار پر لویه لاره د يوه خصوصي امنیتي شرکت يو ساتونکی وژل شوی دی.

د ميدان وردګو ولایت يوه امنیتي چارواکي، چې د نامه له اخیستو یې ډډه کړې، بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وويل د میدان وردګو په سیداباد سیمه کې پر عام سړک وسله والو د يوه خصوصي امنيتي شرکت پر ګاډي برید کړی، چې یو ساتونکی پکې وژل شوی او يو بل ټپي دی.

بل خوا د افغانستان په ختيځ ولایت کونړ کې له طالبانو سره په نښته کې يو افغان سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپيان دي.

نښته د کونړ په مروره ولسوالۍ کې شوې ده.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .