افغانستان کې ۷ بهرني پوځيان وژل شوي

نارويجي پوځيان په کابل کې
Image caption ناروې په افغانستان کې ۵۰۰ پوځيان لري، چې په کابل او شمالي فارياب ولایت کې مېشت دي.

د ناروې څلور پوځيان په افغانستان کې د بم يوې چاودنې چې د ګاډي ترڅنګ يې وشوه، وژلي دي. د ناروې په يوه پوځي وینا کې راغلي چې دغه پوځيان په شمالي فارياب ولایت کې پراته وو.

ناروې په افغانستان کې ۵۰۰ پوځيان لري، چې زياتره يې په شمالي فاریاب او کابل ولایتونو کې مېشت دي.

په کابل کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي چې يو بهرنی سرتېری د افغانستان په شمال کې وژل شوی، خو هویت یې نه دی په ډاګه کړی.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ په روانه جګړه کې ۹ نارويجي پوځيان وژل شوي دي.

بل خوا په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي چې د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې یو افغان او دوه بهرني پوځيان وژل شوي.

ایساف وايي چې په نشته کې درې بهرني او شپږ افغان پوځيان ټپيان شوي هم دي.

خو طالبان بیا ادعا کوي چې په نښته کې لس بهرني پوځيان وژل شوي، او د دوی يو ملګری ټپي شوی دی.

دا نښته تېره ورځ شوې ده.

تېر کال (۲۰۰۹) ناروې ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ به له افغان ملي اردو او ملي پولیسوسره یوسلو لس ميلیون ډالره مرسته وکړي.

ناروې ويلي وو دا پیسې به له هغو ۱۲۰ ميلیون ډالرو بېلې وي چې ناروې یې هرکال په افغانستان کې د ناټوځواکونو لپاره ورکوي.

Image caption له دغو وروستيو وژنو سره په روان کال کې افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تلفات تر 250 پوځيانو اوړي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

د برتانیا دفاع وزارت ويلي وو چې د طالبانو د غورځنګ تر راپرځېدا وروسته له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا افغانستان کې د وژل شوو برتانوي سرتېرو شمېر ۳۰۰ ته ورسېد.

د روانې مۍ مياشتې په لومړيو کې افغانستان کې د يوې اوونۍ په اوږدو کې تر لسو ډېر امريکايي پوځيان ووژل شول، چې دا په روان کال نړيوالو ځواکونو ته تر ټولو مرګونې ورځ وه.

که څه هم یو شمیر افغانان او پخپله افغان حکومت هیله ښیې چې د سولي ملي مشورتي جرګه به له حکومت سره د ناراضي مخالفینو په یوځای کیدو او سولي ته د هغو په غاړه ایښودلو کې مرسته وکړي خو د جرګې په لومړۍ ورځ د وسله والو مخالفینو بریدونو دغه هیلي کمرنګه کړې .

له دغو وروستيو وژنو سره په روان کال کې افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو تلفات تر 250 پوځيانو اوړي.

وړاندې نړيوالو ځواکونو پر خپلو ګاډو داسې وسايل لګولي وو، چې د سړک غاړې بمونه تر يوې اندازې پورې خنثا کړي او پر دوی ونه چووي، خو اوس پوځي کارپوهان وايي طالبانو نوي بمونه ترلاسه کړي، چې د چوولو یې هم بېلې لارې چارې ورته لټولې دي.

طالبان دا ډول بمونه زياتره پر هغو خامو لارو کې ږدي، چې بهرني ځواکونه پرې تېرېږي.

پوځي کارپوهان وایي چې اوسني بمونه ډېر قوي دي ان تر دې چې د نړیوالو ځواکونو زغره وال ګاډي هم له منځه وړی شي.

ورته مطالب