د کابل لاریون: په ښوونيزو موسسو کې د رسمي ژبو انډول وساتئ

لاریون کوونکي
Image caption سلګونه محصلينو او زده کوونکو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له دولته وغوښتل چې په پوهنتونو او ښوونځيو کې د دوو رسمي ژبو پښتو او دري انډول ته په پام کې و نيسي.

په کابل کې د پوهنتونو او يو شمېر ښوونځيو سلګونه محصلينو او زده کوونکو د يوه لاريون په ترڅ کې وغوښتل چې په ښوونيزو موسسو کې د رسمي ژبو انډول ته پام وشي .

دا مهال ويل کېږي چې د پوهنتونو د رسي ژبه تر ډېره دري ده چې محصلين وايي دغې چارې دوی ته په درسي بهير کې ستونزې راټوکولې.

خو د لوړ زد وزارت وايي چې هر استاد اختيار لري چې په هره ژبه تدريس کوي .

سلګونه محصلينو او زده کوونکو د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له دولته وغوښتل چې په پوهنتونو او ښوونځيو کې د دوو رسمي ژبو پښتو او دري انډول ته په پام کې و نيسي.

د افغانستان اساسي قانون په دري څلوېښتنمه ماده کې دولت مکلف بولي چې چاپېريال ته په پام سره په مورنيو ژبو زده کړو ته لاره هواره کړي .

خو اوس نيوکه کوونکي وايي دولت دغې مادې په پام نه کوي په ځانګړي ډول د پوهنتونو د تدريس ژبنی بهير بې انډوله روان دی .

کابل پوهنتون د ساينيس پوهنځي استاد نسيم ګل توتاخيل وايي دولت بايد د اساسي قانون دغه حکم ته په پام سره د زده کړو په بهير کې د رسمي ژبو انډول ته پام وکړي .

Image caption د افغانستان اساسي قانون په دري څلوېښتنمه ماده کې دولت مکلف بولي چې چاپېريال ته په پام سره په مورنيو ژبو زده کړو ته لاره هواره کړي .

هغه وويل چې د لوړو زدکړو وزارت بايد داسې لارې چارې غوره کړي چې په مرسته يې استادان په دواړو ژبو تدريس ته وهڅول شي .

خو د لوړ زده کړو وزارت په پوهنتونونو کې د تدريس مسله اختياري بولي .

ددغه وزارت د رسنيو مشرحميدالله شهراني وايي په وزارت کې هېڅ داسې قانون نشته چې استادان يې له مخې د تدريس ژبه وټاکي.

دده په وينا هر استاد کولای شي پخپله خوښه په هره ژبه چې وغواړي تدريس وکړي .

نوموړ دا هم وويل چې محصلين دې استادانو ته قناعت ورکړي چې د تدريس ژبه وټاکي او دده په وينا دايې تر ټولو ښه لاره ده .

په افغانستان کې له تېرو څو کلونو راهيسې په پوهنتونو او ښوونځيو کې د مورنۍ ژبې د دودلو لپاره هلې ځلې روانې دي .

که څه هم په پوهنتنونو کې ستونزه پر ځای پاتې ده خو د ښوونځيو په برخه کې په کابل ښار کې څه نا څه پرمختګ شوی دی .