'امریکا د افغان ځواکونو له پوځي وړتياوو بې خبره ده'

افغان امنيتي ځواکونه
Image caption د ۲۰۱۱ کال تر پايه بايد افغان ځواکونه ددې جوگه شي چې په يوازې ځان جگړيز عمليات تر سره کړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو هغه څانگه چې افغان امنيتي ځواکونه روزي دا مني چې په ياده شوې برخه کې ستونزې شته خو وايي دا ستونزې يا هوارې شوي دي او يا هم د هواريدو په درشل کې دي.

تر دې مخکې د امريکې ځانگړي پلټونکي ارنولډ فيلډز په يوه راپور کې ويلي دي، نه شي ويلاى چې افغان امنيتي ځواکونه به تر کومه دا وړتيا پيدا کړې وي چې په يوازيتوب سره پوځي کړنې تر سره کړي.

په دغه راپورکې راغلي دي چې د افغان پوليسو او د ملي اردو د سرتيرو کاري وړتياوې تر هغې ښکته دي، چې دوى يې اټکل کاوه.

دغه راپور د متحدو ايالتونو کنگرې ته هم سپارل شوى دى او داسې انگيرل کيږي چې هلته به هم په دې برخه کې د افغانستان په اړه د ولسمشر بارک اوباما تگلاره له نيوکو سره مخامخه کړي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو هغه څانگه چې د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنه بوخته وايي چې د متحدو ايالتونو د ځانگړي پلټونکي راپور يې لوستى دى.

ددغې ادارې مشر ډگروال سټيورټ کيون بي بي سي ته وويل چې پلټونکي ډيرې غوڅې خبرې کړي دي خو دوى چې څه ويلاى شي هغه دا دي چې حالات ورځ پر ورځ بدليږي،نوموړى وايي چې راپور کومې تشې په گوته کړي دي د له منځه وړلو لپاره يې وار له مخه ډير څه شوي دي:

Image caption ناټو وايي د افغان ځواکونو د روزلو په برخه کې ستونزې شته، خو وايي دا ستونزې يا هوارې شوي دي او يا هم د هواريدو په درشل کې دي.

((دغه ځانگړي پلټونکي په خپل راپور کې ډيرې غوڅې څرگندونې کړې دي خو له دې سره سره د ناټو د روزنې ماموريت پر دې باور دى چې حالات ورځ په ورځ بدليږي، ډير هغه څه چې هغه په خپل راپور کې را اخستې دي موږ ته څرگند دي او د هواري لارې چارې يې هم لټول شوې دي، البته دا د دې مانا نه لري چې هر څه سم دي، د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې په برخه کې لا هم زموږ په مخ کې ډيرې ننگونې پرتې دي او هوډ مو دا دى چې د افغانستان خلکو ته وړ او غښتلي ځواکونه وروزو.))

د ياد شوي راپور تر خپريدو مخکې د امريکې د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما خبردارى ورکړى دى چې په دوه زره او يولسم کال کې به يې سرتيري له افغانستانه وتل پيل کړي، همدا راز د برتانيې لومړي وزير ډيويډ کمرون څو ورځې مخکې وويل چې د پنځو کلونو په موده کې به يې سرتيري له افغانستانه وځي.

ددغو چارواکو په وينا تر دغې مودې بايد افغان ځواکونه ددې جوگه شي چې په يوازې ځان جگړيز عمليات تر سره کړي.

له ښاغلي کيون نه پوښتل شوي دي چې ايا په رښتيا به افغان امنيتي ځواکونه په دومره وخت کې وکړاى شي چې د بهرنيو ځواکونو له مرستې پرته جگړيزې چارې تر سره کړي.نوموړي وويل چې دا به يوه پوځي نه بلکې سياسي پريکړه وي.